افغانستان

په افغانستان کي د نن ورځي مهمي امنیتي پيښي او خبرونه 2011-5-3

destroyed_armerd_whicleنن د ایساف له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کي وویل شول، چي نن ددوی یو بهرنی سرتیری د افغانستان په ختیځ کي د ماین چاودني له کبله وژل شوی دی، د ځینو رسنیو له قوله په روان میلادي کال کي د بهرنیانو د وژل شوو عسکرو شمېر ۱۶۱ تنو ته پورته سو.

نن په یوه بل خبر کي طالبانو وویل چي ددوی مجاهدینو تېره شپه د هرات پر هوايي ډګر چیري چي د افغاني ځواکونو د روزني یو مرکز هم شتون لري،

شپږ توغندی وویشتلي، چي ټولي يې په خپل هدف لګیدلي، مګر د مرګ ژوبلي په اړه يي معلومات نه دي ورکړه شوي، ددې پيښي پخلی افغاني چارواکو هم کړی دی.

د طالبانو له خوا ویل شوي دي چي کله توغندی په هوايي ډګر کي ولګیدی، د هوايي ډګر ټوله څراغونه ګل شوه، او د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چي امبولانسونه هم ولیدل شوه.

په همدې ولایت کي نن سهار د شینډنډ په ولسوالۍ کي د پولیسو پر موټر ماین وچادید چي له امله يې د ځايي چارواکو په وینا دوه تنه پولیس ټپيان شول.

د نورستان ولایت څخه رسمي سرچینو ادعا وکړه چي ددې ولایت د برګمټال په ولسوالۍ کي د ګډو ځواکونو په ګډ عملیاتو کي ۲۵ تنه طالبان ووژل شوه، مګر ددې ادعا په اړه نه طالبانو او نه بهرني ځواکونو څه ویلي دي.

د بلي خوا نن د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کي د القاعده د مشر شیخ اسامه بن لادن غایبانه جنازه کي په سلګونو خلګو ګډون وکړ، او نومړي ته يي د مغفرت دعا وکړه..

د غزني ولایت تر ټولو مهمه پيښه نن د بهرنیانو له خوا په امنیتي شرکت چي د وطن ریسک په نامه دي، بمباری وشولې چي له کبله يې د ځینو سرچینو له قوله ۸ تنه ساتونکي ووژل شوه، ایساف د پيښي په اړه د تحقیقاتو ژمنه کړې ده.

د بلي خوا د ملي دفاع وزارت په دوو جلا جلا خبر پاڼو کي خبر ورکړ چي په کندهار، خوست، او وردګ کي د ملي اردو ۳ تنه عسکر ووژل شوه، او ۲ نور ټپيان شوه.

د بلي خوا نن د بهرني ځواکونو پر موټرو ددوو چاودنو خبر هم ورکړل شو، چي له کبله يې د ایساف په قول دوه موټره زیانمن شوه، مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي ماین چاودني چي د کندز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په (ایلخانی) سیمه کي را منځته شوې، له کبله يې لږ تر لږه د بهرني ځواکونو ۳ عرادې موټر ویجار شوله، او ګڼ شمېر بهرنیان په کښي ووژل شول.

یوه بله چاودنه چي ایساف يي را منځته کیدل ومنله او وې ویل چي په پيښه کې یوازي موټر يي زیانمن شو، مګر ایساف د مړو د منلو څخه انکار وکړ، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف وویل چي چاودنه د کندهار ولایت د سپین بولدک په لوی کاریز سیمه کي د بهرنیانو پر موتر را منځته سوله، چي له کبله يې په موټر کي سپاره عسکر ووژل شوه.

قاري یوسف د یوې بلي پيښي په اړه ویلي چي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کي ددوی مجاهدینو د بهرني ځواکونو پر عسکرو برید وکړ، چي د جګړې په ترڅ کي ګن شمير بهرنيان ووژل شوه، مګر د ایساف له خوا صرف د پيښي تصدیق شوی او یو ځل يي بیا د مرګ ژوبلي د منلو څخه انکار کړی دی.

ایساف یوه د یوې بلي نښتي خبر هم ومنی چي د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کی را منځته شوله، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه ونه ویل، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل چي ۲ بهرني سرتیري ووژل شوه، او ۲ طالبان هم په دغه برید کي ټپيان شوه.

د بلي خوا د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیر د یو وسلوال برید په ترڅ کي د خپل ورور په ګډون ووژل شو، او د هغه ځوي او دوه تنه نور ساتونکي يې ووژل شوه.

تر اوسه که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو کیداي شي دا د هغه عملیاتو څخه وي، چې طالبانو د بدر په نوم نومولي.

په یوه بل خبر کي چي د وردګ او پکتیکا څخه ورکړل شوی دی، ویل شوي دي چي تیره شپه امنتي ځواکونو د طالبانو ۵ تنه وژلي او پنځه يي نور نیولي دي.

خو د طالبانو له خوا ددغه خبرونه تصدیق نه دی شوی، او نه ایساف په دغه اړه څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x