نظــر

احمدزی صاحب! په دوو تلو يې مه تلئ

لیکوال: زاهد جلالي

څه موده مخکې ما د «اسلامپال یار» په نامه يوه ليکنه کړې وه. چا خوښه کړه، ځينو يې له نشره انکار وکړ او ډېرو پرې وټکولم.

احمدالله احمدزی صاحب هم راته ويلې چې «داسې ليکنه به دې نه رسنيزه کوله. خلک به ګومان وکړي چې دا ټول داسې دي. شخصي پيغام به دې وراستولی و…»

اوس په خپله احمدزي صاحب استاد مزمل پسې يوه ليکنه کړې، چې زه يې چورتي غوندې کړم. ما هېڅوک نه وو ياد کړي، نه مې چا ته سپکاوی کړی و، نه چا پسې دروغ ليکلي وو، له دې سره دومره وټکول شوم او ډېرو په کې په فساد هم تورن کړم، او احمدزی صاحب استاد مزمل پسې چې يو درون شخصيت دی، داسې ليکل کړي چې متاسفانه حقيقت هم نه لري!

زه نه پوهېږم احمدزی صاحب به دا تناقض څنګه ردوي!

احمدزي صاحب ليکلي چې استاد محمد زمان مزمل به «شپه و ورځ به يې منډې وهلې» او «د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې اشرف غني ته کمپاين کاوه!»

زه تر احمدزي صاحب استاد مزمل ډېر ښه پېژنم. بیا د ټاکنو پر مهال خو مې لږ تر لږه مياشت کې يو وار ليده. استاد هېچا ته «شپه و ورځ منډې» نه دي وهلي او هېچا ته يې کمپاين نه دی کړی. که يې نه منئ ثبوت يې راوړئ.

تاسې داسې يوه ليکنه، يا په کوم ټلويزيون یا راډيو کې د استاد خبرې راوښيئ چې استاد په کې د اشرف غني ملاتړ کړی وي يا يې هغه ته کمپاین کړی وي!

زه په خپله د ملي یووالي جبهې هغه خبري کنفرانس کې ناست وم چې د ټاکنو لانجه ښه شدیده وه او استاد رسنيو ته وويل چې «موږ هېچا سره نه يو او د هېچا ملاتړ نه کوو».

احمدالله احمدزی صاحب د استاد په اړه په بل پرګراف کې ليکي: «[استاد مزمل] د امريکا د يو لاسپوڅي د بريا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.»

زه بیا د خدای له پاره شاهدي ورکوم چې د استاد په اړه دغه ليکل محض افترا ده، هېڅ حقيقت نه لري. استاد هېچا ته «نه ستړې کېدونکې هلې ځلې» نه دي کړي او نه يې د چا رسمي ملاتړ کړی.

«نه ستړې کېدونکې هلې ځلې» دې ته وايي چې استاد هر ولايت کې ګرځېدلی وي او د هر قوم مشرانو ته يې د اشرف غني له پاره کمپاين کړی وي. په داسې حال کې چې استاد مزمل د اشرف غني د کمپاين له پاره پنځه قدمه مزل هم نه دی کړی، بلکې په پرس کنفرانس کې يې ټاکنې رڼې نه دي بللي او همدا رنګه يې په خپلو ليکنو کې له ټاکنو سره خپل مخالفت ښکاره کړی. استاد د داسې سیاسي جبهې رهبري غړی دی چې د هېواد په روان ناورین کې تل پر سوله او ملي پخلاینه ټینګار کوي او په دې لاره کې يې ډېرې هلې ځلې هم کړي دي. اصلاً د احمدزي صاحب په لید کې شاید ستونزه دلته وي چې د یوې نرۍ خوشبینۍ او عملي کمپاین او منډو ترړو ترمنځ توپير کې ښويېدلی وي.

زه شاهد یم چې استاد د ټاکنو پر مهال ليکنې کړې دي. د دواړو کانديدانو غلطۍ يې ښکاره کړي او د ټاکنو عملي ترسره کېدل یې تر سوال لاندې راوستل. دا ليکنې اوس هم شته، کېدای شي په مطبوعاتو کې د استاد د نشت له کبله به ځينې نه وي خپرې شوې.

هو، استاد که د دوو کانديدانو تر منځ په پرتليزه توګه اشرف غني ښه ګڼلی وي او کوم چا ته يې شخصي مجلس کې ويلي وي چې ډاکټر غني ښه دی، دې ته خو زه «نه ستړې کېدونکې هلې ځلې» او د اشرف غني د کمپاین له پاره «شپه و ورځ منډې» نه شم ويلای.

تر کومه چې زه معلومات لرم، د ملي یووالي جبهې رهبري غړو له ټاکنو میاشتې مخکې له عبدالله عبدالله او یونس قانوني سره د سولې په تړاو ناستې لرلې چې د هغوی له خوا کوم شین څراغ نه و ښکاره شوی؛ ځکه به استاد او همفکرو ملګرو یې د عبدالله عبدالله په نسبت د اشرف غني انتخاب –لږ تر لږه د سولې په تړاو- بهتره باله.

ډېر لیکوالان او د نظرخاوندان وو چې په ټاکنو کې يې نه برخه واخیسته او نه ورته ډېرې مقبولې وې؛ خو په پرتلیز ډول طبیعي وه چې دوی د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ یوې او بلې خواته تمایلات درلودل چې له «منډو ترړو» سره توپیر لري.

زه دې ته حيران یم چې ما ته په يوه عادي ټولنيزه ليکنه دومره نصيحتونه او توبیخونه وشول، تاسې خو استاد مزمل پسې داسې څه ويلي چې اصلا حقيقت نه لري، بلکې افترا ده.

بله دا، چې که استاد په کوم شخصي مجلس کې يوه خبره کړې وي، تاسې هغه خبره ولې رسنيزه کړه؟!! مجلس خو امانت وي.

ما په خپله ليکنه کې د هېچا نوم نه و اخيستی او نه مې چا پسې دروغ ويلي وو یا چا ته سپکاوی کړی. تاسې راته د نه رسنيز کولو نصیحت وکړ، اوس تاسې څنګه د استاد په څېر شخصيت پسې داسې ليکنه کړې او داسې څه مو ورپسې تړلي چې حقيقت نه لري او د ده د راز خبره مو رسنيزه کړې؟!

یا که تاسې د استاد په باره کې داسې څه درلودل ولې مو ورته مخامخ یا د شخصي پیغام له لارې –لکه ماته مو چې نصیحوته کړي- نه استول؟

زه نه پوهېږم چې تاسې به دا تناقض څنګه ردوئ؟

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

ماشاءالله ښایسته مقاله ده ،مزمل صیب نه پیژنم مګر هسې له لری ښه خوند راکوی زما هم دا تمه نه وه چې داشرف ګنجي ملاتړ به یی کړی وی، سهار مې چې هغه بله مقاله ولیده مزاج می خراب شو اوس بیرته باور وکړه خوشاله شوم الله تعالی دی زموږ مشران او مجاهدین نه منحرف کوي آمین یارب العلمین

ایمل

جلالی صیب! ستا د لیکنې او احمدزی صیب د لیکنې ترمنځ د ځمکې او آسمان فرق دی، ته چې له مصریانو څخه متأثره شوی یې او په اسلامی شعائرو باندې مسخرې کول درته هسې یو ګپ ښکاري او بله دا چې اوس داسې ګنګوسې اوریدل کیږي چې د فتوا ټاپه هم په جیب کې ګرځوې، تا اصل کې په ږیره باندې یو پسخند کړی وو، هغه متل دی وایی چې په یوه څپیړه سل مخونه خوږیږي هغه ستا په اسلامپال یار باندې ښه تطبیقیږی، که چیری تا خپل اسلامپال یار مشخص کړی وای نو ممکن له دومره انتقادونو سره نه… نور لوستل »

gul

په دې موضوع باندې باید مالیم صاب هم رڼا واچوي ځکه هغه زوړ کلاړي ښکاري شاید مزمل صاب به ښه پیژني که څنګه غوربندی صیب

اجمل

دروند ورورجلالی صیب!بښنه غواړم ستا اواحمدزي صیب دليکني ترمينځ يږستر توپير داوو، چې تاپه محهول عنوان ټولي اسلامپالني ته سپکاوي کړی وو،عقیدمتند قشردي توهین کړي،اوستاپه ټولواسلامپالونږدی ملګرودي ټول خپل اوپردي بدګمانه کړي وو،نه دليل اونه کومه ښکاره ګناه ياده شوې وه،موږ ويل خدايه دابه يې کوم ملګري په کبیره ګناه ليدلي وي،تادنورانی څېري اومسنوني ږيري لرونکي مجاهدین ځوانان ټول منافقان ګڼلی وو،نه پوهيږم هغه ورځ دي کوم ناولی لیکچز لوستی وو،په هغه خبره کې خوداحمدزي نصیحت ستا لپاره بیخي پرده اوعزت وو،موږته خوپته ده چ ې ته ‌ذهني تکلیف لري اودسکون درمل هم کاروي خوهرلووستونکي دي له نږدې نه پیژني… نور لوستل »

raz mohammed mohmend

WE BELIVE ASHRAF GHANI SAHIB WILL WORK FOR AFGHANISTAN,
EVERY ONE WHO GAVE VOTE,HE WILL SEE ,ASHRAFGHANI WILL DO GOOD THINGS FOR AFGHANISTAN,ASHRAFGHANI IS HONEST HI STANDARD,HIGH LEAVEAL EDUCATED PROFESSOR,HE CAN DO BETTER JOB FOR OUR POOR PEOPLES.THANK YOU

Malim

مننه ګل صیب الله ج همیشه تازه او خوږبویه لره وروره زه متاسفانه په زرهاوو سرګردانی لرم یو مختصر پیغام چه هر ورور ته یی لرم داده چه د امریکا د استخباراتو شیطانه اداره (سی ایی ای ) خاص اوه ستر شیطانان په لاندی ماموریت او نقشه مامور کړی ۱ پورته یو له پینتاګون سره نیغ په نیغه د لاندی کسانو د کار او ماموریت احوال شریکوی او له شیطان مرکز یعنی پینتا ګون څخه بیرته د پلان شوی هدایت په عسلو کښی ککړوی او لاندی کسانو ته یی ورکوی ۲ کسان خاص الخاص هر وخت په کابل کښی د… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x