
سرنوشت: د لندن کنفرانس د پخوانیو ژمنو تکرار دی
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه سرنوشت د «د لندن کنفرانس د پخوانیو ژمن تکرار» تر سرلیک لاندې په خپله سرلیکنه کې د چارو د څېړونکو له نظره لیکي چې دا کنفرانس هم د پخوانیو نورو نړیوالو کنفرانسو په څېر د افغانستان لپاره یواځې د ژمنو د تکرار یو بل پړاو دی.
ورځپاڼه د سیاسي مبصر غلام جیلاني ځواک له خولې لیکي، چې د لندن کنفرانس د افغانستان د بسیاینې او سولې لپاره هیڅ ژمنه نه لرله، د نوموړي په قول د لویدیځ له لوري د مرستو لګونه هم د افغان حکومت له لوري نه کېږي او نه هم نړیوال افغان حکومت ته د هغوی د مرستو د لګولو د څارنې واک ورکوي، ځکه خو ژمنه شوې مرستې هم په اغېزناک ډول نه لګول کېږي.
تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل واک په وروستي کال وویل چې د ده په ټوله دوره کې بهرنۍ مرستې د افغان حکومت له څارنې، فرمایش او غوښتنې پرته د بهرنیانو له خوا پخپل سر لګول کېدې.
د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د بې بې سې په ازاده جرګه خپرونه کې وړاندې ویلي و، چې له افغان حکومت سره د شویو مرستو اتیا سلنه بېرته د امریکا کانګریس ته نږدې کسان په وچ زور وړي، چې افغان حکومت يې د پوښتلو وس نه لري.
حضرت عمر زاخېلوال د ټاکنیزو ناندریو په جریان کې د افغانستان د اقتصاد د کمزوري په اړه په خبرو کې وویل چې دوی ته له نړیوالو مرستو یواځې شل سلنه ورکول کېږي، چې په هیڅ ډول کفایت نه کوي.
د لندن کنفرانس په اړه وړاندې داسې انګېرل کېدل چې د دې کنفرانس تر تیارېدو پورې به افغان حکومت له ځان سره د ښې حکومت دارۍ نمونې یوسي او د نړیوالو باور به لا غښتلی کړي.
خو د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ګډ ګډون د نړیوالو په وړاندې د یو متزلزل حکومت نمونه وړاندې کولای شوای، چې د سیاسي مبصرینو په قول په افغانستان کې د بهرنیانو د مرستو اړوند يې د هغوی لېوالتیا کمه کړې ده.
د لندن کنفرانس په پلمه د ګډ حکومت د دواړو مشرانو څلور ورځنی سفر نن پای ته ورسېد او د امریکا له دفاع وزیر سره هم مهاله کابل ته راورسېدل.