ذبیح الله مجاهد وايي د اسامه د شهادت په اړه خبري تر وخت مخکي دي
نن ټکی اسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چي تر اوسه امریکایانو د اسامه په اړه د خپلي ادعا د ثبوت لپاره هیڅ اسناد نه دي وړاندي کړي، او نه د شیخ اسامه بن لادن نيږدي ملګرو په دې اړه خپل دریځ څرګند کړی، نو لهذا طالبان هم د شیخ اسامة په اړه د نوموړي د نیږدي منابعو له لوري تر رسمي غبرګون وړاندي څه ویل تر وخت مخکی خبره بولي.