افغانستان

امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان وځنډاو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا دفاع وزير چيک هيګل نن کابل کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره د خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ، چې له افغانستانه يې د خپلو عسکرو د ويستلو پلان ځنډولی دی.

چيک هيګل زياته کړه، چې دغه عسکر به د راتلونکي ۲۰۱۵م کال تر لومړيو څو مياشتو افغانستان کې پاتې وي.

د امريکا دفاع وزير رسما ومنله، چې د امريکايي عسکرو د ويستلو پلان کې يې بدلون راوستی او دغه عسکر به د راتلونکي کال تر لومړيو څو مياشتو افغانستان کې پاتې وي.

ګډ حکومت سره د شوي امنيتي تړون له مخې امريکا به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر افغانستان کې پرېږدي، مګر چيک هيګل نن رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانستان کې د پاتې کېدونکو عسکرو شمېر به ۱۰،۸۰۰ وي.

امريکا پلان لري، چې ۲۰۱۶م کال پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۵،۵۰۰ ته را ټيټ کړي او ۲۰۱۷م کال کې به امريکايي عسکر يوازې د امريکا په سفارت کې پاتې وي.

د امريکايي چارواکو له قوله دغه عسکر به په جګړه ييزو چارو کې برخه نه اخلي، بلکې يوازې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې مسؤوليت به يې پر غاړه وي.

د ملګرو ملتونو پخوانی لوړی پوړی چارواکی او د نظامي چارو لندن مېشتی کارپوه معين رؤوف وايي، چې امريکايي عسکرو په ظاهره اعلان کړی، چې جګړه ييز ماموريت پای ته رسوي، مګر رښتيا خبره دا ده، چې امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې د طالبانو پر ضد هر ډول عملياتو کې برخه اخلي او دا اعلان يې د دې لپاره کړی، که سبا دغه عسکر په نظامي ډګر کې پاتې راځي، نو مسؤوليت به يې د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه وي، نه د امريکايي عسکرو پر غاړه.

معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه
معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه

معين زياتوي، چې امريکايي چارواکي په دې پوه شوي، چې افغان جګړه د ګټلو نه ده، مګر بيا هم هڅه کوي، چې تر خپل وسه دغه جګړه وګټي او که دوی په دغه ماموريت کې پاتې راځي، نو دوی غواړي، چې د ماتې له پړې ځانونه وژغوري او دغه پړه به راتلونکې وخت کې د افغان امنيتي عسکرو پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x