افغانستان

دفاع وزارت: د طالبانو په بریدونو کې ۷ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې  د ملي اردو ۷ عسکر وژل شوي دي.

دفاع وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه عسکر د طالبانو سره په نښتو او بمي چاودنو کې وژل شوي.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن د لیندۍ پر ۱۵مه نن ټکي اسیا ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه يې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې امنیه قومندان، ۳ نظامي قومندانان او ۱۷ نور عسکر وژلي دي.

دفاع وزارت په دې اړه بیا څه څرګندونې نه دي کړي چې دغه عسکر د کوم ځای او چېرې وژل شوي دي.

طالبانو د نورو کلونو په پرتله په ژمي کې سترو بریدونو ته زور ورکړی دی. امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو په بریدونو کې هره ورځ ۴ دولتي عسکر وژل کیږي.

په روان کال کې تر دې دمه ۴۶۰۰ عسکر د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x