نړۍ

يمن: د امريکايي ځواکونو د خلاصون عملياتو کې القاعده سره بندي امريکايي ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل): نن سهار امريکايي عسکرو يمن کې القاعده سره د بندي امريکايي لوک سومرز د خلاصون په موخه عمليات پيل کړل، چې له امله يې نوموړی امريکايي او د يوې نادولتي مؤسسې کارکوونکی يو بل افريقايي تبعه بيير کورکي ووژل شول.

راپورونه وايي، چې دغه دواړه وژل شوي کسان يمن کې له تېر ۲۰۱۳ م کال راهيسې القاعده جهادي ډلې سره بنديان وو.

د امريکا دفاع وزير چيک هيګل شېبه مخکې کابل کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې القاعده دواړه بنديان د خلاصون د عملياتو پر مهال وژلي دي.

هيګل زياته کړه، چې يو وژل شوی تن امريکايي دی او د بل د هويت په اړه يې څه ونه ويل.

د امريکا دفاع وزير زياته کړه، چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي وو، چې د لوک سومرز ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی او د دوی عسکر ډاډه و، چې نوموړی به ژوندی راوباسي، مګر د خلاصون د عملياتو پر مهال ووژل شو.

يمن کې د امريکايي عسکرو مرستندويه ډله وايي، چې دوهم تن د سويلي افريقا و، چې دی هم د تېرکال جولای ماشت کې القاعده نيولی و.

يمن کې يوې بهرنۍ نادولتي مؤسسې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې بيير کورکي د دوی کاګر و او د مرګ په خبر يې ډېر خواشيني دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د لوک سومرز په وژنه خپله خواشيني وښوده او د نوموړي وژنه يې غير انساني کار وباله.

د يمن دفاع وزارت نن سهار د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې د امريکايي او يمني عسکرو په ګډو عملياتو کې يې امريکايي بندي د القاعده له بنده راخلاص کړ او په دغو عملياتو کې يې د القاعده لس غړي وژلي دي، مګر يوې يمني سرچينې فرانس پريس خبري اژانس ته وويل، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې لوک سومرز او بييرکورکي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x