افغانستان

افغانستان: دآیساف په هوایی برید کي دیوي شخصي کمپني اته ساتونکي ووژل شول

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۳) عزني: دغزني ولایت امنیه قومندان خبر ورکړی دي چی نن سهار دآیساف هوایی ځواکونو دبمبار لهprivate_security_company کبله دوطن ریسک په نامه سره شخصي کمپني چي دناټوځواکونو ته دموادو دلیږدونکو کاروانونو دتیرولو مسئولیت په غاړه لری اته کسه  ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه وژل شوی کسان دګیلان ولسوالی دپل متي په سیمه کي دناټو قواوو داکمالاتی کاروان دامنیت لپاره دسړک پرغاړه ولاړ وو، چي دآیساف هلیکوپټرو تربرید لاندي راوستل او اته کسه یی ووژل.
دمقرولسوال برکت الله هم دپیښي پخلي کړي دي نوموړي زیاته کړه په پیښه دوه کسه ژوبل شوی هم دي چی اوس په دمقرولسوالي وروغتون ته راوړل شوی دي.
په کابل کي دآیساف دګډوځواکونو قومندان دیوي خبري غونډي پرمهال رسنیوته ویلی چي وسلوالو کسانو زمونږ کاروان تربرید لاندي راوستلی وو چي وروسته کاروان دهوایی ځواک دمرستي غوښتنه وکړه هغه وو چي هلیکوپټري سیمی ته ورسیدي او وسلوال یی تربرید لاندي راوستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x