نړۍ

برتانیه په بحرین کې ستره سمندري پوځي اډه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د برتانیې دفاع وزارت وايي چې په منځني ختیځ کې یې د سترې پوځي اډې د پرانېستلو په اړه بحرین سره تړون لاسلیک کړی.

د دغه تړون له مخې به برتانیه په منځني ختیځ کې د ۱۵ میلیونه پاونډو په لګښت یوه سمندري پوځي اډه جوړه کړي.

په ۱۹۷۱ز کال کې له سیمې د برتانیې د وتلو وروسته دا لومړي ځل دی چې دغه هېواد په سیمه کې بله پوځي اډه جوړوي.

د سیمې اوسیدونکي په بحرین کې د برتانیې د پوځي اډې جوړول سیمې ته یو ځل بیا د انګریزي استعمار راتلل بولي.

د دغې نوې سمندري پوځي اډې جوړیدلو لامل د اسلامي دولت له ګواښ څخه د سیمې ساتل ښودل شوي دي.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر شیخ خالد ویلي چې برتانیه او بحرین په سیمه کې د امنیت او د ورپيښو چلینجونو مقابلې لپاره یو ځل بیا لاس په کار شول.
د نوموړي اشاره اسلامي دولت ته وه.

بحرین د اسلامي دولت پر ضد په امریکايي ایتلاف کې غړیتوب لري، دغه ایتلاف په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت او القاعده پر ضد جنګیږي.

شیخ خالد هیله څرګنده کړې چې دوی دې ته په انتظار دي چې برتانیه به ژر پر دغه تړون عمل وکړي څو په سیمه کې دوی د خطرونو مقابله وکړي.

د نوموړي په وینا چې د دغه تړون له مخې برتانیه په سیمه کې وسلې ځای پرځای کولای شي او همدارنګه د چاودیدونکو توکو او بمونو د پيدا کولو لپاره خپل سمندري ځواکونه په کار اچولای شي.
د پورته موخې د ترسره کولو لپاره به برتانیا په نېږدې وخت کې څلور MINEHUNTERS سمندري بېړۍ استعمال کړي.

دغه څلور ځانګړې بیړۍ به د بحرین په سلمان بندرګاه کې په دایمي شکل ولاړې وي، دنده به یې دا وي چې چاودیدونکي توکي او ماینونه به خنثی کوي.

د برتانيې دفاع وزیر مایکل فالون ویلي چې له بحرین سره له نوي تړون وروسته د برتانیې شاهي سمندري ځواکونو ته په سیمه کې په ازاد ډول د خپلو کارونو د پراخولو لپاره زرینه موقع په لاس ورغله. نوموړي زیاته کړې چې اوس به یو ځل بیا دوی په منځني ختیځ کې له اوږدمهاله پوځي ځواک سره حضور ولري.

د یادونې وړ ده چې په سیمه کې د امریکا د ځانګړو پوځي اډو سربیره فرانسه هم په متحده عربي اماراتو کې یوه پوځي اډه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمسور

لعنت په داسې لاسپوڅو تش په نامه مشرانو چې په لوی لاس دمسلمانو خاوره صلیبیانو ته په ټیکه ورکوي الله ج دې نور مسلمانان دداسې لاسپوڅو ، اوبی همته حاکمانو له شرڅخه خلاص کړي .آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x