افغانستان

د افغانستان په ختیځ کي ایساف خپل د یوه سرتیري وژل اعلان کړه

killed_in_afghanistan_helmandنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو د افغانستان په ختیځ کي د خپل یوه سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړ.

نن په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کي وویل شول، چي نن د ایساف یو تن عسکر د افغانستان په ختیځ کي د ماین د یوې چاودني له امله ووژل شو.

مګر ایساف د خپل عادت او پالیسي له مخي د وژل شوي عسکر د وژني دقیق ځان او هویت نه دی څرګند کړی.

د ځینو رسینو له قوله په روانه میلادي میاشت کي د هغو بهرني ځواکونو د مرګ شمېر چي په افغانستان کې مړینه رسما اعلان شوې ۱۶۱ تنو ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x