افغانستان

کندهار چارواکي: بهرنیو ځواکونو دوه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت چارواکي وايي چې پرون د شنبې په ورځ د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو دوه ملکي وګړي وژلي.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک ته ویلي چې دغه پېښه پرون غرمه مهال د سپين بولدک پر لویه لاره هوايي ډګر مخې رامنځته شوه.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیو ځواکونو کاروان له دغه ځایه تیریدو چې په ملکي وګړو يې ډزې وکړې او دوه کسان يې ووژل.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي چې دوی د پېښې په اړه د ایساف ځواکونو سره اړیکه نیولې.

نوموړي زیاته کړه چې دغو ملکي وګړو موټر د ایساف د امر مخالفت وکړ، موټر چلوونکي کوښښ کاوه چې د کاروان څخه مخکې ووځي چې د ایساف ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوې.

که څه هم دغه کسان ملکیان وه او داسې څه یې نه درلودل چې په بهرنیو ځواکونو دې برید وکړي خو خپلواک د ایساف ځواکونو له خولې ویلي چې دغه کسان يې د ځانه په دفاع کې ویشتي دي.

بهرنیو ځواکونو لخوا د بېګناه ملکي وګړو وژل څه نوې خبره نه ده. د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان په اړه په یوه راپور کې ویلي چې بهرنیو ځواکونو د ۲۰۰۱ز کال وروسته زرګونو بېګناه ملکي افغانان وژلي او یا یې زندانونو ته اچولي دي.

د امریکايي یرغل څخه شاوخوا ۱۳ کاله تیریږي خو تر دې مهاله هيڅ یو بهرنی عسکر د افغان ملکي وګړي په وژنه نه دی محاکمه شوې.

خو بالعکس بیا د امریکايي عسکرو په وژنه عام افغانان او آن د ملي اردو عسکر هم په دار ځړول شوي دي.

د ملکیانو د وژنې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر اشرف غني بهرنیو ځواکونو ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x