
ټولنیزه برخه
ایا پوهیدئ چې …؟ (۷)
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل)
۱- ایا پوهیدئ چې تر ټولو غوره غوړ حیواني غوړ دی؟
۲- ایا پوهیدئ چې تر ټولو غوره ډوډۍ سبوس لرونکی ډوډۍ دی؟
۳- ایا پوهیدئ چې پیشوګانې خپل ژوند ۶۶٪ په خوب کولو تیروي؟
۴- ایا پوهیدئ چې د ګلف لوبې توپ په اوسط ډول ۳۳۶ سوري لري؟
۵- ایا پوهیدئ چې ګرمې اوبه له یخو اوبو څخه ژر منجمد کیږي؟
۶- ایا پوهیدئ چې حلزون کولی شي په یو وار درې کاله خوب وکړي؟
۷- ایا پوهیدئ چې د امریکا خلک په اوسط ډول د ورځې ۷۳۰۰۰ کیلو متره پیتزا خوري؟
۸- ایا پوهیدئ چې پیشو له سلو څخه زیات اوازونه ویستلی شي؟
۹- ایا پوهیدئ چې د چینایانو شمیر چې په انګلیسي پوهیږي د امریکایانو له شمير څخه چې په انګلیسي پوهیږي زیاته ده؟