افغانستان

د طالبانو قوماندان د اسامه بن لادن د انتقام اخیستلو اعلان وکړ

TALIBAN_IN_KONERنن ټکی آسیا: په کونړ کي د طالبانو یو تن مشهور قوماندان حاجی محمد دوران صافي د ځینو افغانی رسنیو سره په تلیفوني تماس کي وویل چي دوی به د اسامه بن لادن د وژل کیدو انتقام د امریکایانو څخه اخلي.

نومړي وویل چي دوی به ددغه کار لپاره ځانګړي ګروپونه جوړ کړی، څو پر بهرني ځواکونو باندی په افغانستان کي بریدونه وکړي.

هغه وویل چي دی د اسامه بن لادن د یو ملګري په توګه به د پنځو څخه تر لسو امریکایانو پوري په خپل لاس وژني، تر څو د اسامه بن لادن سره خپله وفاداري وښيي.

حاجی دوران د کرزي د هغه وینا په اړه چي وویل، طالبان دي د اسامه بن لادن د مرګ څخه عبرت واخلی، وویل چي زه کرزي ته دا وایم چي مونږ لا پخوا دا منلي وه چي په دې لار کي شهادت شته دی او اسامه بن لادن دغه هدف ته ورسید، او مونږ هم ټول د شهادت غوښتونکي یو.

تر اوسه طالبانو په رسمي توګه د اسامه بن لادن په اړه کوم رد عمل نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x