فوټبال: رونالډو یو بل ریکاډ هم په خپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): فوټبال د نړۍ پیژندل شوې څیره کریسټیانو رونالډو یو بل ریکاډ هم د فوټبال په تاریخ کې په خپل نوم ثبت کړ.

دغه پیاوړۍ لوبغاړۍ چې د ریال ماډرېډ په شخصي لوبډله کې لوبیږي تیره ورځ د سېلټا ویګو شخصي لوبډلې په خلاف درې ګوله وهلو سره دغه لوبه د خپل لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

رونالډو د فوټبال په تاریخ کې لومړنۍ لوبغاړۍ دی چې ۲۳ لوبو کې هره لوبه کې درې ګوله وهلي.

دغه لوبغاړۍ یوازینۍ سیال د بارسلونا لوبډلې پیاوړۍ لوبغاړۍ لیونل میسي ګڼل کیږي خو روان زیږیدیز کال رونالډو له خپل سیال څخه ډیر مخکې دی.

رونالډو روان کال لالیګا سیالیو کې ۲۳، چیمپینز لیګ سیالیو کې ۴ او نورو مختلفو سیالیو کې ۲ ګوله سر ته رسولی چې میسي بیا لالیګا سیالیو کې ۱۰، چمپینز لیګ سیالیو کې ۷ او نورو سیالیو کې په ګول وهلو نه دی بریالی شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د