افغانستان د پاکستاني طالبانو مشر لطیف الله محسود پاکستان ته وسپاره

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): لطیف الله محسود چې په خپل وخت کې د حکیم الله محسود وروسته د پاکستاني طالبانو دوهم کس بلل کیده، په افغانستان کې نیول شوی وو، او د پاکستاني رسنیو په قول نوموړی پاکستان ته د اشرف غني د سفر وروسته پاکستاني چارواکو ته سپارل شوی دی.

د تفصیلاتو سره سم لطف الله محسود د خپلو دوه تنه ملګرو او یوه معامله ګر تر څنګ د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د تیر کال ۲۰۱۳ په اکتوبر میاشت کې د امریکایانو له خوا نیول شوي وه، په هغه وخت کې وویل شوه چې لطف الله محسود د افغانستان د حکومت سره څه لاره لرله، او پر سر یې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د جون کیري سره په یوه کانفرانس کې یادونه هم کړې وه چې په لوګر ولایت کې د لطف الله محسود نیول د افغانستان په خاوره باندي د امریکايي ځواکونو تیری دی، چې هیڅ کله د قبول وړ نه دی.

د کتونکو په نظر حامد کرزي دغه خبره هغه وخت ځکه کړې وه، چې لطف الله محسود د افغانستان د حکومت سره اړیکي لرلې، او غوښتل یې چې په افغانستان کې وسله رانیسي او په پاکستان کې د حکومت په ضد جګړه باندي وکړي، خو ددې هیڅ شواهد بیا څرګند نه شول.

نوموړی چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو په بند کې شپې سبا کولې، په اړه یې د پاکستاني رسنیو له خوا دا خبر ورکړه شوی چې پاکستان ته د اشرف غني د سفر وروسته لطیف الله محسود د خپلو دوه تنه ملګرو او یوه معامله ګر په شمول پاکستان ته سپارل شوی، او داسي ښکاري چې د ددواړو هیوادونو تر منځ په طالبانو او بندیانو باندي د معاملې دا لومړی ګام وي.

تر اوسه په دې اړه د افغانستان حکومت او نه هم د پاکستان حکومت رسما څه ویلي، خو دغه خبره د پاکستان د ډان نیوز خبري اژانس په وینا د پاکستان د حکومت ډیرو جګپوړو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط کړې.

د لطیف الله محسود د نیوني په اړه د محمد حسن حقیار لیکنه په لاندی ادرس لوستلای شئ:

د امریکایانو لخوا لطیف الله محسود نیول، انګېزې او پایلې يې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د