افغانستان

کابل: هغه پیلوټ چي نه کسه امریکایان یی وژلي وه نن یی جسد خاورو ته وسپارل شو

big_croud_of_Afghan_funeral (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۲) کابل: دهغه غیرتمند افغان پیلوټ چي یوه هفته مخکي یی نه کسه امریکایان په مخامخ ډزو کي ووژل نن یی په کابل کي جسد خاوروته وسپارل شو.

هغه برید چی تیره اونی دشهید شوی افغاني پیلوټ له لوری پرامریکایی عسکرو باندی دهوایی ځواکونو په قول اردو کي ترسره شوی وو نه کسه امریکایی عسکریی ووژل چي وروسته خپله برید کونکوي هم دامریکایی عسکرو له لوري شهید کړل شو.

دنوموړي دجنازي لمونځ نن ورځ د ده سبز ولسوالی دترخیلو به کلي کي اداکړل شو، له سیمي څخه عینی شاهدانو خبرورکړی دی چي دنوموړي په جنازه کي له دوه زره څخه زیاتو خلګو ګډون کړی وو.

کله چي دنوموړي جنازه له روغتون څخه دده پلرنی کلی ته ورسیده بی شماره خلګو یی هرکلی وکړ ګلونه یی باندي وپاشل او دامریکایانو په خلاف یی شعارونه ورکول.

داحمد ګل دکلی ملا امام چي خلګو ته یی دده دشهادت مبارکي ورکوله زیاته کړه چي نوره دامریکایانو په مقابل دافغانانو کرکه راپورته شوی ده، نور افغانان دامریکایانو وجود دغازی محمد اکبرخان پرخاوره باندي نشي زغملای، نوموړي واحمد ګل ته په اشاره کولو سره وویل نن بیا یوه افغانی بچی دغازي محمد اکبر خان تاریخ راتازه کړ.

دطالبانو دحکومت پخواني سفیر ملاضعیف چي په جنازه کی یی ګډون کړی وو دجنازي برخه والو ته وویل، احمد ګل داسي کس نه وو چي دپیسو اویاهم دنا پوهي په صورت کي دي امریکایان وژلي وي، بلکه نوموړي نور نشوای کولای چی دافغانستان پرمقدسه خاوره دی دامریکایانو له غروره څخه ډک کرغیړن عملونه وزغمي نو یی ځکه په دغه اقدام لاس پوري کړ.

نوموړي زیاته کړه داحمد ګل شهادت نه یواځي دافغانانو لپاره بلکه دټولي نړي مسلمانانو لپاره دفخر وړده اودنوموړي شهادت یی داسلامي نړي لپاره یوه لویه ضایع وبلله.

همدارنګه په کابل کي دوزیراکبر خان دجامع مسجد امام هم دغونډي و برخه والوته وینا وکړه نوموړی زیاته کړه احمد ګل دانبیا‌‌‌ؤ لار غوره کړه، شهید شو، شهید مړنه بکله ژوندی وي، او یاد به یی همیشه دافغانانو په زړونو کي خوندی وي.

بخت الرحمن بخت…………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x