
طالبانو له ځانه سره بندي پولیس خپل هیواد وال بللي او خوشي کړي دي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په بدخشان ولایت کې هغه ۱۹ تنه عسکر خوشي کړي، چې څه موده مخکې یې د یوې وسلوالي نښتې په ترڅ کې نیولي وه.
د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ څخه دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ هغه پاته پولیس چې د طالبانو سره بندیان وه، خوشي شول.
هغوی د پولیسو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو څه وخت مخکي داسي خبرونه ورکړه شوي وه، چې طالبانو د وردوج په ولسوالۍ کې د یوې جګړې وروسته تر شلو تنو زیات پولیس ژوندي نیولي دي، او له ځانه سره یې بندیان کړي دي.
څو ورځي وروسته طالبانو د هغوي له جملې څخه پنځه تنه خوشي کړې وه، او تیره ورځ یې پاته پولیس هم خوشي کړه، ګمان کیږي چې شمېر به یې ۱۹ تنه وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي اژانس سره په مرکه کې ویلي چې ددوی سره بندي پولیس وروسته تر هغه خوشي شول، کله چې هغوی ژمنه وکړه چې بیا به د ملي پولیس لیکو ته نه ور ګرځي.
مجاهد ویلي چې دغه بندي شوي پولیس طالبانو د کلي مشرانو او د هغوی د خپلوانو په دې ضمانت خوشي کړه چې بیابه دولت سره کار نه کوي، او د طالبانو په ضد به بیا کوم فعالیت نه کوي.
نوموړي ویلي چې «دا ټول زمونږ هیوادوال دي»، که دوی د امریکا له ملاتړ او ملګرتیا لاس واخلي، او د کابل د ادارې سره کار پریږدي، نو دوی هیڅ ستونزه نه ورسره لري.
Da yew deer sha kar de Allah de Talibanu tha Ajer warky khu aya de Badakhshan Taliban Aw de Hemand.qandahar paktia paktika aw dase nuru walayathunu k ham da Taliban de ka farq lary deltha khu hes de khabaru waqt ham na warkavy hella larm che da khabara ter duy(tALIBANU)WARASEGY
والکاظمین الغیث و العافین عن الناس
د قران آیت به اساس دا کار شوی خدای به یی اجر ورکړی
ډیره مننه ،ارحموامن فی الأرض یرحمکم من فی السماءالحدیث
داخبره که رشتیاوی چی دپاکستانی طالبانو مشر لطف الله مسعود ی و پکستانه ته تسلیم کړی وی په د کار سره لویه اشتباه کړیده څکه چی هغه غو ښتل په افغانستان کی صلح را منځ ته کړی دافغانی طالبانو او حکومت تر منځ منځګړ توب وکړی خو هرڅه چی دی که رشتیا دی او که دروغ خو لطف الله مسعود په لوی زړه افغنستان ته را غلی وودهغه تسلیمول و پ کستان ته دافغانی دود او دستور خلاف کار سوی دی او دغندینی وړ دی ولی په دی خاطر ایا پکستان دافغانستان دطالبانو مشر چی ۱۴ کاله په پاکستان کی… نور لوستل »
ماشاء الله …..داسي عمل دولس به زره كي زاي نيول دي …او هم به درحم به مقابل كي داسمان مالك رحم وكري ان شاء الله ….