افغانستان

نیمروز او پروان کې د ترافیکي پيښو له امله ۳۴ کسان مړه او ټپیان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل):  نن سهار د نیمروز په ولایت کې ددو موټرو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار وختي د د زرنج او دلارام تر منځ پر غځېدلي لاري باندي د مازدا ډوله موټر او درې سوه درې (۳۰۳) ډوله موټر تر منځ ټکر وسو، چې له امله یې د مازدا موټر چلونکی ځای پر ځای مړ سو، او د ۳۰۳ موټر ۱۵ تنه سپرلي د موټر چلونکي په شمول ژوبل شوي دي.

سیمیز چارواکي وايي چې د ټپیانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ نه دی.

بل خوا نن سهار د پروان ولایت په مرکز کې د پل مټ په سیمه کې هم ترافیکي پيښه را منځته شوې ، چې له کبله یې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا یاده پيښه هغه وخته را منځته شوه، کله چې یو مسافر وړونکی لوی موټر (۴۰۴) د یوه سراچه ډوله موټر سره وجنګېد، چې له کبله یې لوی موټر چپه شوی، او په ترڅ کې ۱۸ کسان ټپيان شوي دي.

دلته هم ویل شوي چې د اکثرو ټپیانو روغتیايي حالت د انديښنې وړ نه دی.

باید وویل شې چې په افغانستان کې د نورو ناخوالو تر څنګ ترافیکي پيښي هم د مرګونو یو مهم سبب بلل کیږي، چې له کبله یې زیات شمېر افغانان وژل کیږي او ټپيان کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close