افغانستان

د اسامه بن لادن د وروستي انځور حقیقت

Osama-Bin-Ladenنن ټکی آسیا: کله چي د امریکا ولس مشر باراک اوباما د اسامه بن لادن مرګ اعلان کړ، سم دستي د اسامه بن لادن د مرګ وروسته یو انځور چي مخکی لا جوړ شوی وو، دنړي په مختلفو رسینو کي په دې ډول ښکاره سو، چي دا د اسامه د مرګ وروسته انځور دی.

د لومړي ځل لپاره د پاکستان خبري چینل جیو نیوز دا انځور خپور کړ،

چي د امریکا سي ان ان، د فراس پرس اژانس او داسي په لسګونو خبري چینلونو او سایټونو کي نشر سو.

مګر کله چي په پاکستان کي جیو نیوز د انځور په اړه خپله رایه بدله کړه، ټوله رسنۍ یې د حیرت سره مخ کړې، بیرته ټولو رسنیو دا انځور لیري کړ، او اعلان يې وکړ چي تر اوسه ددې انځور په اړه دوی متاکد دي..

د جیو یو تن مشر رانا جواد فرانس پرس ته وویل چی په حقیقت کي انځور غیر حقیقي وو، او په کال ۲۰۰۹ د لومړي ځل لپاره نشر شوی وو، نومړي وویل چي کله مونږ دا انځور نشر کړ، مونږ دا ورسره وویل چي تر اوسه مونږ ته ددې انځور اصلي حقیقت نه دی مالوم، او کله چي دا مونږ ته ثابته سوله، چي انځور اصلی نه دی، نو مونږ انځور لیري کړ، او ددې وروسته چي جیو انځور لیري کړ، په نړی کي ټولو مشهورو رسنیو هم ورسره سمدستي انځور بیرته لیري کړ.

osama_picture

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x