افغانستان

ننګرهار: له سلګونو زده کوونکو د کانکور ازمويښتي ازموینه واخیستل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): په ننګرهار کې د توحید ټولنیزو او پرمختيايي چارو ادارې له لوري له سلګونو زده کوونکو نه د کانکور ازمویښتې ازموینه واخیستل شوه.

د توحید ټولنیزو او پرمختیايي چارو ادارې د ننګرهار د ولایت مقام، د ننګرهار کانکور چمتوالي روزنیز پروګرام او د پوهنې ریاست په ملاتړ ۱۳۶۴ تنو زده کوونکو ته د کانکور د ازموینې اړوند تخنیکي زده کړو اونیزه روزنه ورکړل شوه او په پای کې ترې ازمويښتې ازموینه هم واخیستل شوه.
د توحید ټولنیزو او پرمختايي چارو ادارې مسوولین وايي چې دوی سږ کال ۱۷۵۰ زده کوونکي په دې برخه کې روزلي چې په وینا يې له ټولو نه به شاوخوا دېرش ازمويښتې ازموینې هم واخیستل شي.

د دوی په وینا زده کوونکي د ننګرهار له دوه ویشتو ولسوالیو را ټولوي او په وړیا توګه يې د کانکور په تخنیکونو پوهوي.

د دې ادارې د مسوولینو په وینا د دې میاشتې په څوارلسمه يې هم د جلال اباد ښار په ګډون، د شیرزادو، کوز کونړ، خوږیاڼو، ګوشتې، کامې، بهسودو او سره رود ولسوالیو له ۱۷۰۰ زده کوونکو د کانکو ازمويښتې ازموینه واخیستل شوه چې دوه سوه اتیا پکې نجونې وي.

په ننګرهار کې د یادې ادارې دغه کړنې مدني فعالان ستايي او په نورو ولایتونو کې هم پر ځوانانو غږ کوي چې ورته ګامونه پورته کړي.

مدني فعالان وايي چې د توحید ټولنیزو او پرمختيايي چارو ادارې دا ګام د ستایلو وړ دی، او په خبره يې ورته ازمویښتې ازموینې له زده کوونکو سره ډېره مرسته کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x