افغانستان

حامد کرزی: ثابته شوه، چي د تروریزم اصلي زالي په افغانستان کی نه بلکي بهر دی

karzai_in_kabulنن ټکی آسیا: د اسامه بن لادن د مرګ د اوازې وروسته حامد کرزي نن د ولسوالیو د شوراګانو د غړو سره په یوه غونډه کي وویل چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژل دا ثابته کړه، چي دده په اصطلاح د تروریزم اصلي زالي په افغانستان کي نه بلکي بهر دي..

کرزي وویل چي مونږ دا لس کاله داغه چیغي او ناري وهو، چي تروریزم د افغانستان په لارو او کوڅو کي نشته

بلکي د تروریزم اډی او مرکزونه د افغانستان څخه بهر دی، چي اوس د ابیټ اباد کي د اسامه بن لادن وژل کیدو د تروریزم په هکله د افغانستان درځ په حقه ثابت کړ.

کرزي وویل چي  د نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د تروريزم پر ضد جنګ دې د تروريزم اصلي مرکزونو کې وکړي او افغانستان په دې لاره کې د هغوى سره ملګرى دى.

كرزی په خپله وینا کي پر طالبانو ږغ وکی چي وسلي پر ځمکه کښيږدي، او د اسامه بن لادن د مرګ څخه عبرت واخلي.

نومړي وویل چي به دې نه خواشینی کیږي چي د افغانستان پولیس او پوځ په جګړو کي وژل کیږی، خو د افغانستان د عامو خلکو په وژنه یې زړه دردیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x