نظــر

د ولس د زغم کاسه په ډکېدو ده

حسن بشردوست
تېره ورځ د ګد حکومت مشر اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې وویل چې دوی د سولې په لاره کې هڅه کوي خو په خبره يې دا کار «تفکر» او تدبر ته اړتیا لري.

د اشرف غني له لوري د «وخت راکړئ» فورمول، ډېرې هغه ستونزې وزېږولې چې ولس يې له دولته زړه توری کړ او له اشرف غني سره د چې د نړۍ دویم مفکر بلل کېده، تړلې هیلې يې هم خاورې شوې.

د واک وېش

اشرف غني چې د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال د نړۍ دویم مفکر بلل کېده، په داسې حال کې د سولې لپاره هم د «تفکر» خبره کوي، چې تردې وړاندې يې هم خپل پلویان پر همدې «تفکر» او وخت غوښتنې د واک تر وېشه ورسول.

نوموړي د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال پر دې ټینګار کاوه چې دی به د بریا په صورت کې سهامي شرکت نه جوړوي بلکې کارونه به کدرونو ته سپاري.

د اشرف غني سرزوري سیال ډاکټر عبدالله عبدالله سره له دې چې تر اشرف غني يې نږدې یو میلیون رايې ښکته وي، پر دې وتوانید چې په واک کې ځان ورشریک کړي او وروسته دواړه له شپږو میاشتو ناندریو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قضاوت د واک په وېش راضي شول او ټاکنیزې پایلې بې د رایو له شمېره پرته اعلان شوي، چې په دې توګه دواړه نوماندان بریالي اعلان شول.

سره له دې چې د اجرایو ریاست پوسټ د اساسي قانون خلاف دی، خو ویل کېږي چې نوی ګډ حکومت به د دې پوسټ د قانوني کېدو لپاره لویه جرګه را وغواړي او قانون به تعدیل کړي.

د پردې تر شا د دواړو واکدرانو مساویانه وېش د نړۍ په سطحه یوه نمونه ګرځېدلې ده، دوی د خبرو په مهال هم د وخت مساوي وېش ته ژمن دي پر دې سربېره په نړیوالو سفرونو او کنفرانسونو کې هم د «وېش« ارزښت ته قایل دي.

د ولس فاصله

په ټاکنیزو ناندریو کې ځينو د اشرف غني «تفکر» د دې وړ باله چې باید پلوي يې وکړي، ځینو قومیت په خاطر او ځینو نورو هم د بد او بدتر  ترمنځ د «بد» په توګه د ټاکلو دلیل وړاندې کاوه.

که څه هم د دولت په پیل کې لويې غلطۍ رامنځ ته شوې چې يوه يې هم د واک وېش او همدارنګه له امریکا سره د تړون لاسلیکول و، خو د اشرف غني پلویانو به پر دې زړونه ډاډه کول چې شپږ میاشتې مو ورته صبر وکړ، لږ به نور هم صبر وکړو، او اشر ف غني به هم د «وخت راکړئ» تر غوښتنې لاندې خپل کارونه مخ پر وړاندې بیول.

د ولس په علمي قشر کې د حکومت له پیله له حکومت سره کرکه پیدا شوه او له امریکا سره تړون يې د افغانستان د خرڅلاو قباله وبلله، خو د اشرف غني کمپاینري پلویانو دا د وخت اړتیا او له هېوادونو سره د اړیکو نوی ډول باله.

د اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر چې تړون هم د ده په لاس لاسلیک شو، له لوري د سیمې په سطحه د لویو دیني مدرسو د بندښت او هغوی د «ترهګرۍ ځالې» بلل، په افغانانو کې یوه بله د کرکې څپېړه وه.

پر دې سربېره د حکومت د لومړۍ مېرمنې رولا غني چې اشرف غني يې بې بې ګله بولي  په فرانسه کې د حجاب له بندیز سره موافقت یوه بله او د حکومت په پیل کې د ایکسپریس ورځپاڼې له لوري ديني ارزښتونو ته توهینونکی مضمون خپرول هم یوه بله د کرکې خورا اوږده فاصله وه.

په پورته مسئلو سربېره د کابلبانک په قضیه کې پاتې کېدل، د څرخې پله په زندان کې د دوسیو د کتلو بېړنی امر نه ترسره کېدل هغه څه وه چې لا يې هم ځينو پلویانو د «تفکر» یو ډول باله او ویل به يې چې باید «وخت ورکړو.»

برېښنايي تذکرې

څو ورځې وړاندې د اشرف غني له لوري هغه قانون هم توشیح شو، چې له مخې به يې د لمریزې میاشتې په لومړۍ ورځ د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

دغه تذکرې چې له پخوانیو تذکرو سره په توپیر پکې افغان نه لیکل کېږي او د افغان پر ځای پکې پښتون، هزاره، ازبک، تاجک… لیکل کېږي.د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي.

د اشرف غني له لوري د دې قانون له توشیح کولو وروسته د نوموړي ډېری هغه پلویان چې دی به «دویم مفکر» ګاڼه له نوموړي نه فاصله پیدا کړه او د ده کړنې يې د افغان ملت په حق کې تېری وګاڼه.

د اشرف غني دې اقدام په خواله رسنیو کې هم توند غبرګونونه راپارولي دي او له دولت سره د ولس فاصله يې لا زیاته کړې ده.

د چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د اشرف غني پلوی و،  پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې د افغان هویت ذکر کومه سیاسي، بې بنسټه او کمزوري غوښتنه ده. د افغان کلمې پرته تذکره توزیع کول، په افغان هویت ملنډې وهل او په دې فکر کې پاتې کیدل بې بنسټه او غیري انساني بریښي ـ د افغان ملت دښمنان به ډیر ژر دا محسوس کړي چې په دې وطن کې د حق پلویان زرګونه او ددوی غلام فکره کسان د ګوتو په شمار څو لنډغر دي. افغان هویت زموږ ویاړ، زموږ تاریخ او زموږ پیژندګلو ده ـ نه یې له موږ څوک اخیستی شي نه یې چاته ورپریږدو.»

مدني فعال اجمل هوډمن د یوې اوږدې لیکنې په یوه برخه کې وايي: «دا د ولسمشر کرزي تر ټولو ستره تېروتنه وه، چې یاد قانون یې رد نه کړ. ولسمشر غني تر هغه ستره تېروتنه وکړه، او دا قانون یې لاسلیک کړ. اوس افغانان د نفوسو د احوالو د ثبت قانون نه مني ، بې هویته تذکره نه مني.»

د اشرف غني کلک پلوی او مدني فعال نعمت الله خالد لیکي: «زموږ حکومتونه ولې ناکامه وي!
دا ځکه چې له تيرو ناکامو دولتونو څه نه زده کوي او لومړی بريد په اسلام او هويت کوي.
غازي امان الله خان چې له اروپا راغی لومړی يې په حجاب بريد وکړ او د کابينې په غونډه کې يې له خپلې ميرمنې ټکری لرې کړ او د مچيو ځالې ته يې ګوتې وروړې او د ولس له احساساتو سره يې لوبې پيل کړې ولس هم داسي ځواب ورکړ چې تر هندوستانه يې په منډو کړ.بيا خلقيانو همدا کار شروع کړ په ملا او عالم پسي يې راوخېستله انجام يې تاسو وليدلو.اوس ولسمشر غني هغه ځای ګروي چې نه خوشيږي هسې خو ستونزې کمې دې ده په ملي هويت هم بريد شروع کړ او له تير تاريخ څخه يې هېڅ زدکړه ونه کړه.»

د کابل په پکتیا کوټ کې د اشرف غني د ټاکنیزو منډو ترړو فعال فدا محمد باران بیا لیکي: «افغان ولس ولسواکۍ ته احترام لري خو وکداران پرې ملنډې وهي.
زه په غوڅ اکثریت نارې وهم چې ما ته بې هویته تذکره مه راکوه. زما ارزښت له ما نه مه اخله خو تاسو خپلې دوه پښې ولې په یوه موزه ننباسئ؟
موږ بې هویته تذکرې نه غواړو
ولې مو غږ نه اوری؟»

د اشرف غني بل کلک پلوی نظیم سمون وايي چې څوک له افغان کلمې انکار کوي، «حرامیان» دي، چې ښايي پلي کوونکي او د قانون توشیح کوونکی به يې له دې هم وړاندې وي.

نوموړی لیکي: «ملي هویت سربېره پر دې چې د فرد او دولت ترمنځ حقوقي او سیاسي اړیکه ده، جنیټکي اړخ هم لري. همدا لامل دی چې حرامیان له دې کلیمې سره تعامل نه شي کولی او له هویت نه په نه هویت خوښ دي. د جنرال طاقت له دې خبرې سره زه مخالف وم، اوس مې د یوه تحقیق په پایله کې دا وموندله چې له افغان هویت نه منکر حرامیان دي.»

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغان کلمه د افغان ملت پر هر فرد اطلاق کېږي، د دې قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقیم ډول خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي کوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولري، عبارت دی د افغان کلمه د افغا ملت پر هر فرد اطلاق کېږي. د ملت هیڅ فرد له افغاني تابعیت څخه نه محرومېږي. په تابعیت او پناه ورکولو پورې اړوندې چارې د قانون له لیارې تنظیمېږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x