هلمند: د طالبانو په بريد کې شپږ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په مارجه ولسوالي کې د طالبانو له لوري د پولیسو په پوسته کې د برید په مهال شپږ پولیس وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د مارجې په تریخ ناور سیمه کې د سیمټي بلاک سیمې ته څېرمه د پولیسو پوسته بشپړه له منځه وړې او شپږ پولیس يې پکې ځای پر ځای وژلي دي.
د مارجې ولسوالي امنیه قومندان څارمن مهردل هم مني چې طالبانو په یاده سیمه کې په پوسته برید کړی دی او په خبره يې پنځه پولیس يې وژلي دي.

د امنیه قومندان په قول په برید کې يې یو طالب قومندان هم وژل شوی دی او ویلي يې دي چې له دې پوستې نه دوه تنه پولیس تښتېدلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د خپل ملګري د وژلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي يې دي چې دوه ملګري يې ټپیان شوي او له پوستې يې ګڼ مهمات هم له ځانو سره وړي دي.

د سیمې خلک وايي چې دغه پوسته څو ورځې د طالبانو تر بریدونو لاندې وه، خو کومه مرسته ورته نه رسېده، چې په پایله کې د طالبانو لاس ته ولوېده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د