افغانستان

بلخ: د واده په مراسمو کې څلور تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ ولایت په چمتال ولسوالي کې د واده په مراسمو نا پېژاندو کسانو برید کړی او څلور تنه يې وژلي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي چې پېښه تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د چمتال ولسوالي په لرې پرته سیمه کې شوې ده،چې په خبره يې نا پېژاندو کسانو د واده مراسمو ته لاسي بمونه ور غورځولي دي.
د والی ویاند وايي چې په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره تر اوسه بریدکوونکي پېژندل شوي نه دي او نه هم د برید علت معلوم شوی دی، خو پولیس پر پلټنو بوخت دي.

د والي ویاند وايي چې ټپیان يې مزارشریف ته د تداوي په موخه وړي دي، چې روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

په شمالي ولایتونو کې ورته پېښې ډېری وخت د شخصي دښمنیو له امله کېږي، چې ویل کېږي ښايي د دې پېښې علت هم شخصي دښمني وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x