fbpx

کرکټ: محمد حفیظ هم له بندیز سره مخ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): کرکټ نړیواله اداره د پاکستاني توپ اچونکی محمد حفیظ توپ اچونې طریقه غیر قانوني وبلله.

کرکټ نړیوالې ادارې خپل ټویټر کې لیکلي چې د محمد حفیظ توپ اچونې طریقه له نړیوال استنډرډ سره نه دی برابر نو له همدې امله نوموړی له دې وروسته په نړیوالو لوبو کې توپ اچونه نه شی کولی.

نیوزیلینډ په خلاف لومړنۍ لوبه کې د محمد حفیظ توپ اچونې طریقه ناسمه وبلل شوه چې له څیړنو او ازموینې وروسته نن له بندیز سره مخ شو.

پاکستان د نړیوالو سیالیو څخه مخکې خپل دوه پیاوړي توپ اچونکي له لاسه ورکړ. له دې مخکې د پاکستان تکړه او پیژندل شوی توپ اچونکی سعید اجمل له بندیز سره مخ شوی و.

پاکستاني لوبډله تمه درلوده چې نړیوال سیالیو کې د توپ اچونې په برخه کې شاهد افریدي او محمد حفیظ یو ځای ولوبوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د