افغانستان

طالبانو ویلي چي د هر هغه عمل ملاتړ کوی، چي د ملکي وګړو ته د زیان اړولو مخنیوی کوی

taliban_ghazniد طالبانو له خوا د بدر د عملیاتو د اعلان وروسته په کابل کي د ملګرو ملتونو د استازي له خوا په جګړې کي د ټولو خواوو څخه غوښتنه کړې وه چي د خپلو عملیاتو په دوران کي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

نن دهغي خبرپاڼي چي پرون د ملګرو ملتونو د دفتر څخه خپره شوې وه، په اړه يې طالبانو هم خپل موقف څرګند کړی، او ژمنه يې کړې

چي د هر هغه اقدام ملا تړ به کوی، چي د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی کوی، طالبانو د ویاند له خوا دغه څرګندوني چي د الاماره ویب پاڼي باندی هم نشر شوي، مونږ د لوستونکو د لا معلوماتو لپاره دلته کټ مټ نشروو.


 دسټيفن ډيميستورا دڅرګندونو په اړه داسلامی امارت دویندوی څرګندونې :

.داچې  تيره ورځ دافغانستان داسلامی امارت لخوا دپسرلنيو عملياتو دپيل  داعلان په تعقيب  د افغانستان لپاره دملګروملتونو  دځانګړي استازي سټيفن ډيميستورا لخوا اعلاميه خپره شوه او په افغانستان کې  دجګړې پرمهال دملکي خلکو دوژلو په اړه پکې  دجګړي د دواړو خواوو څخه غوښتنه شوي چې  په خپلو علمياتو کې ملکې خلکوته زيان وانه ړوي  زه  دافغانستان داسلامی امارت په نمايندګې  دهر هغه اقدام ملاتړ کوم چي دملکي تلفاتومخنیوی کوي   او په دې اړه  يوځل بيا دافغانستان داسلامی امارت دريځ   په روښانه ټکوکې څرګندوم : هغه داچې دافغانستان اسلامی امارت تل هڅه کړي چې په خپلوبريدونوکې دملکي خلکو ژوندته تر وروستي ممکنه بريده جدي پام لرنه وکړي

او خپل مجاهدين يي په بار بار دې مهم ټکې ته متوجه کړي چې  خپل عمليات په احتياط سره اجرا کړي ، زموږ د هڅو په لړ کې  همداتيره ورځ  داسلامي امارت په هغه اعلاميه کې چې پکې په ټول هېواد کې  دپسرلنيو عملياتو دپيل په اړه څرګندونې شوې وې دهغې اعلامې په  څلورم  بند کې  لاندې ټکې  دملکي خلکو دژوند دتحفظ په منظور په ښکاره توګه بيان شوي (۴  ــ  د  (بدر) په  پسرلنيو عملیاتو کې به د دقیق پوځي پلان په طرح کولو سره دولسي خلکو دسراو مال خوندیتوب  ته   جدي  پاملرنه کیږي او دعملیاتو اساسي تمرکز به دټولو ازمایل شویو پوځي تکتیکونوپه  کارولوسربیره دیرغلګرو دهوايي اوځمکني ځواک په ضد دپرمختلليو وسلوداستعمالولو، چریکي بریدونو ، جبهه یي تعرضونو  ،پرمخ تللیوتفجیري حملواودمبارزو   مجاهدینو په ډله ییزو مؤثرواستشهادي بریدونو باندې وي.) .

پورته څرګندونې زموږ دجنګې تکتيکونوبرخه ده چې دملکي خلکو ژوند ته پکي پاملرنه په جدي توګه په نظرکې نيول شوي ، بلخوا زموږ غوښتنه دښاغلي ‌ډيميسټوراڅخه داد ه چې په هېواد کې ميشتو يرغلګرو ځواکونو ته هم په جدي ټکو دملکي خلکو په وړاندې دبريدونودنه کولو ، دخلکو د ديني او ملي نواميسو دنه  لوټلو او په ملکي خلکو دشپې لخوا دعملياتوچې ټوله مرګ ژوبله پکې ښځو ،ماشومانو او بيګناه خلکوته رسيږي دنه اجراکولو خبره په پوره جديت سره وکړي  ترڅونور په پوره بي رحمۍ سره عام خلک په نښه نکړي  او نور بيګناه افغانان ونه ځوروي اوپه راتلونکي کې داسي ونشي چي ستاسو په را پورونو کې دملکي تلفاتوپه اړه دناټوقواووته برات ور کړل شي او دهغوی له لوري شوي ظلمونه پټ او په مجاهدینوپسي نا حقه پرو پاګند وسي دا ډول یوطرفه کړني اشغالګرو ځواکونو ته دلا زیاتو ملکي تلفاتو جر ات ور کوي  او دملګرو ملتو حیثیت ته تا وان رسوي .

داسلامی امارت ويندوی ذبیح الله مجاهد

۱۴۳۲/۰۵/۲۷هـــق

۲۰۱۱/۰۵/۰۱م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x