نړۍ

فيليپاين کې سنمدري توپان لکونو خلک بې کوره کړي دي.

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): فيليپاين هېواد کې د «هګپوټ» په نوم سنمدري توپان د دغه هېواد لس لکه کسان بې کوره کړي دي.

راپورونه وايي، چې د ياد توپان له امله زلزلې راغلي، د سيمې ونې او د بريښنا ستنې له بيخې وتلي، لارې او سړکونه اوبو نيولي او د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

فيليپايني چارواکي وايي، چې د هګپوټ له امله د ختيځ فيليپاين ډېره برخه اوبو غرقه کړې او د نورې تباهۍ اټکل يې هم کړی دی.

مرستندويه ډلې وايي، چې د لکونو خلکو بې کوره کېدو سره دغو خلکو کې ډول ډول ناروغۍ خپرېدای شي.

د هګپوټ توپان سرعت يو ساعت کې ۲۱۰ کيلومتره دی او سخت بارانو، زول او توپان هم ځان سره لري.

فرانس۲۴ خبري اژانس د فيليپيني چارواکو له قوله وايي، چې تېر کال د هګپوټ توپان له امله ۷۳۵۰ کسان وژل شوي وو او چارواکي هڅه کوي، چې د تېر کال خونړۍ تجربه بيا تکرار نه شي او خلک يې پر وخت خوندي سيمو ته لېږدولي دي.

د الجزيرې انګليش خبريال سکاټ هيډلر د ځايي خلکو له قوله وايي، چې هګپوټ د فیليپاين ختيځ کې لويې لارې او سړکونه نړيولي دي او د سيمې خلکو ته خوراک، درمل او نور اړين توکي ور رسول ناشوني شوي دي.

د فيليپاين د بېړنيو مرستو اداره وايي، چې د سختو توپانو له امله دوی د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

فيليپاين توپاني هېواد دی او هر کال شاوخوا شل سمندري توپانونه او زلزلې پرې راځي او نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې تل پکې د توپانونو او زلزلو وېره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x