
سریلانکا بیا هم انګلینډ له ماتې سره مخ کړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): نن د سریلانکا او انګلینډ لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه وه. دغه لوبه سریلانکا په ۶ ویکټو وګټله.
لوبې پچه د انګلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. انګلینډ لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې.
د انګلینډ لوبډلې لپاره ټېلر ۹۰ او مورګان ۶۲ منډې جوړې کړې.
سریلانکايي توپ اچونکي دلشان ۳، هېرات ۳ او مېنډیس ۳ ویکټې واخیستې.
سریلانکا ټاکل شوی هدف یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه او دغه لوبه کې يي د انګلینډ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
سریلانکا لپاره سنګېکارا ۸۶ او جېوردني ۴۴ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې متیوز ۵۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.
د انګلینډ لوبډلې لپاره جورډن ۲ ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه.