افغانستان

اټک: ناټو ته تیل وړونکي ۱۱ ټانکران وسوځول شوه

Nato_oil_tanker_peshawerنن ټکی آسیا: نن د پاکستان د پنجاب په ایالت کي نامعلومو وسله والو ناټو ته د تیل وړونکو ۱۱ ټانکران وسوځول.

دغه ټانکران چي د اټک د پنډي ګیپ په سیمه کي د شپي د تیرولو لپاره پر یوه هوتل باندي ولاړ وه، د نامعلومو وسله والو له خوا پرې ډزي وشوې چي له امله يې ټانکرانو اور واخیست، او ۱۱ ټانکران چي نيژدې سره ولاړ وه، وسوځول شوه.

د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه خبرونه نه دي خپاره شوي.

او تر اوسه ددې پيښي مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، مګر د پاکستان طالبانو مخکي په ورته پيښو کي ددغه سي بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x