افغانستان

د مدني ټولنو يو شمېر غړي لندن کې پټ شوي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د لندن کنفرانس په پيل کې يو شمېر سرچينو خبر ورکړی و، چې دغه کنفرانس کې د مدني ټولنو يو شمېر ګډونوالو لندن کې د کډوالۍ غوښتنه کړې، مګر هغه مهال چارواکو او ازادو سرچينو په په دې اړه څه ونه ويل.

نن يکشنبه د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په خپلو څرګندونو کې وويل، چې لندن کنفرانس کې د مدني ټولنو يو شمېر ګډونوال هېواد ته نه دي راستانه شوي او لندن کې يې پناه اغيستې ده.

سناتور زلمي زابلي نن مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان د مدني ټولنو ۵۲ غړو لندن کنفرانس کې د خپلو وړانديزونو په موخه ګډون کړی و، مګر د يادو ګډونوالو دېرش تنه تر اوسه هم هېواد ته نه دي راستانه شوي او لندن کې يې د کډوالۍ غوښتنه کړې ده.

زلمي زابلي زياته کړه، چې د مدني ټولنو فعالان ځانونه د خلکو د حقونو مدافعين بولي، مګر په حقيقت کې دوی سره يوازې د خپلو ځانونو او لويديځو هېوادونو کې د پناه اخيستو غم دی او د ولس د حقونو خبره يې د خلکو د غولونې يو شعار دی.

سناتور ګلالۍ اکبري هم د زلمي زابلي خبرې تاييد کړې او زياته يې کړه، چې د مدني ټولنو د فعالانو دا ډول کړنې د مدني ټولنو بارو ته زيان اړوي او راتلونکي وخت کې به افغان ولس او نړيواله ټولنه د افغانستان پر مدني ټولنو هيڅ باور ونه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب مستغني وايي، چې دوی په دې اړه څه معلومات نه لري؛ ځکه چې د لندن کنفرانس د ګډونوالو ليست د چارو د ادارې له خوا جوړ شوی و.

مدني ټولنې څه شی دی؟

تر اوسه هم عامو خلکو سره دا پوښتنه ده، چې مدني ټولنه څه شی ده او څه دنده او مسؤوليت لري؟

ځينې فعالان د مدني ټولنې په اړه وايي، چې د ولسي خلکو له منځه نادولتي خدمتګار خلک دي، چې د عامو خلکو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي، مګر د «فکري پوهنې» کتاب ليکوال مولوي عبدالهادي مجاهد وايي، چې مدني ټولنه لويديځ کې د ديني ټولنو پر ضد راپورته شوې او ديني شعارونه او عبادات يې د خپلو فعاليتونو نښه وه او د مدني ټولنو په هڅو کې لويديځ د سيکولريزم پر لور ولاړ.

مولوي مجاهد زياتوي، چې افغانستان کې هم مدني ټولنې د لويديځ په هڅو او تقليد رامنځته شوي او عام خلک يې عملا ويني، چې مدني ټولنې د ولس د حقونو د دفاع پر ځای د بهرنيو انجوګانو، مسيحي ټولنو او بهرنيو عسکرو په ملاتړ هڅې او فعاليتونه کوي، چې دا کارونه په طبيعت کې د اسلام او ولس ضد فعاليتونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

یاره دغه دزوی مړي زامن چې لږ په خبره پوهیږي پښي سپکي کوي ، ځکه دحالاتو درک ښه ورته لګیږي ، اوداسي غونډي دځان لپاره یوه موقع بولي ، اوپاتي دامجیدکرار غوندي خلک نو مه ښوروه چې نور هم ځان په خوشایو لړي

محمد احمد

له دې څخه دافغانستان دسيکولرانو وضعيت ښه څرګنديږي .

khanwali

more thanks from your news.thanks again

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x