ټولنیزه برخه

د ژوند کیسه

لیکوال: حامد افغان

کیسه کا چې دری ځوانان یوه لیرې هیواد ته په چکر ولاړل، هورې دوی په یوه پنځه اویا پوړیزه ودانۍ کې خونه کرایه کړه، له بده مرغه د دوی خونه په پنځه اویایم پوړ کې وه، د استقبال مسؤل ورته وویل: زموږ د هیواد نظام ستاسو د هیوادونو په څیر نه ده، د شپي په لسو بجو زموږ د وداني اتوماتیکي زینې پخپله بندیږې نو تاسو باید خامخا له لسو بجو مخکې په خپله خونه کې شتون ولرئ ځکه دکوم کمپیوټر په واسطه چې دا زیني په اتوماتیکه توګه بندیږې هغه له دې ځایه لیرې په بله وداني کې ده نو مطلب دا شو چې یوځل اتوماتیکي زیني بندي شي بیا یې د خلاصولو شونتیا نه لیدل کیږې .

په لومړۍ ورځ دریواړه ملګري په مناسب وخت خپلي خوني ته راستانه شول خو په دویمه ورځ خبر خرابه شوه هغه داسي چې دوی ترلسو بجو پنځه دقیقي واړولي خو ډیر په منډه یې ځانونه راورسول څو اتوماتیکي زینې خلاصي بیامومي خو له بده مرغه زیني تړل شوې وې او لکه داستقبال مامور چې په لومړۍ ورځ ورته ویلي و دخلاصولو څوک یې نه و.

پخپلو کې یې پریکړه وکړه چې د عادي زینو له لاري به پیاده خپلي خوني ته ځانونه رسوي، یوه یې ورته وویل زما یو وړاندیز واورئ ؟ نورو دواړو ورته وویل: وایه! هغه وویل: زموږ هر یو به یوه کیسه پیل کوي او دا کیسه به دومره اړږدوې چې په پای ته رسیدلو سره یې باید موږ پنځه ویشت پوړه لاره وهلې وي، بیا به دویم ملګری کیسه پیل کوي پنځه ویشت پوړه به د هغه په کیسه لنډ کړو او پاته پنځه ویشت د وروستي ملګري په کیسه ، او په دي توګه به خپلي خوني ته ورسیږو .

ملګرو یې وړاندیز خوښ کړ او ورته کړه یې چې پیل به ته کوې ، ده ورته وویل : سمه ده زه به داسې خوندوره اوپه ټوکو اوبدلي کیسه درته پیل کړم چې له خندا به راته تک شنه شئ ، هغوی ورته وویل: موږ له خدایه همدا غواړو ، هغه خوندوره کیسه پیل اوچې پای ته یې رسوله پنځه ویشت پوړه وداني یې هم ترپښولاندي کړې وه .

دویم ملګري یې وویل: زما کیس یوڅه جدي ده او راته غوږ شئ، هغه هم په پنځه ویشته پوړیزه لاره خپله کیسه وغځوله اوپه دې توګه دوی پنځوس پوړه ووهل اوپنځه ویشت ورته پاته شول ، دریم ملګري یې ورته وویل: زما کیسي په شخړو ، غمونو او دردونو لړلې دي، د ټوکو او جدي کیې مو واوریدلي اوس به د دردونو کیسې سره کوو ، هغوی ورته وویل: پیل پرې وکړه ، همدا د دردونو او غمونو کیسې به مو خوب ته هم ښه لیواله کړي او چې څنګه خوني ته ورسیږو دستي به وید شو .

دریم ملګري داسي په غم لړلي کیسې ورته پیل کړې چې د پاچاهانو ژوند یې هم تریخ ګرځاوه کله چې دخپلي خوني وره ته ورسیدل، ډیرې ستوماني له اخه توخه غورځولي وو او د دردونو او غمونو کیسي کوونکي ملګري ورته وویل : وروستۍ او تر ټولو غمژنه کیسه ګۍ هم واورئ، هغه دا چې موږ او تاسو د خوني کیلي د استقبال د مامور په خونه کې په ځمکني پوړ کې هیره کړې ده !!! .
———-
پندونه او عبرتونه

په دې کیسه کې خورا ښکلي او ګټور پندونه او نصیحتونه نغښتي دي، زموږ ځوانان د ژوند لومړي پنځه ویشت کلونه په خنداګانو او ناپوهیو کې تیر کړي، دا پنځه ویشت کاله دانسان د ژوند خورا مهم او ښایسته کلونه دي خو ځوانان یې نه د الله په عبادت او اطاعت کې ولګوې او نه یې د عقل او پوهي په غوښتنه سره تیر کړي.

د ژوند دویم پنځه ویشت کلونه په واده کولو اولادونو پاللو تیر شي د روزي په ترلاسه کولو انسان سخت زیات بوخت وي او دژوند بوختیاو ټینګ نیولی وي او هر څه جدي او جدي وي، په دې توګه انسان پنځوس کلن شې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: زما د امت د وګړو عمرونه د شپیتو او اویا کلونوترمنځ دي.

په وروستي پنځه ویشت کلن پیر کې دردونه او غمونه پیل شي ، ناروغۍ او درملني پیل شي، اخ او ټوخ وي، اولادونه لویان شي د هغوی ودونه، لوڼه ودول د هغوی هر یوه دژوند ځان ځان ته فکرونه او پریمانه جنجالونو لړۍ روانه وي، او انسان د دردونو او غمونو ځاله وګرځي، او د ګڼ شمیر فکرونو او اندیښنو په ګرداب کې راګیر شي، تردې پوري چې د مرګي نوبت راورسیږې ، په دې وخت کې ده ته وریاد شې چې کیلي (دجنت کیلي) خو یې ډیره لاندي د عمر په لومړیو پنځه ویشت کلونو کې هیره شوې ده !!.

نو الله ته مفلس ورشي، “ربِ ارجعون..” خدایه بیا وخت راکړه بیرته مې وګرځوه !، دا مهال افسوس کوي او بې ګټي لاسونه مروړي : “لو أن الله هداني لكنت من المتقين”او ناري وهي: “لو أن لي كرة..” خو په ځواب کې ورته وویل شي: “{بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ }. داسې نه ده ته دروغژن یې تا ته زموږ ایتونه راغلي و خو تا هغه دروغ وبلل او لویې دي وکړه او ته د منکرینو له ډلي یې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x