افغانستان

د پوليسو په خپل منځي نښته شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

afghanpolice-reut543په كندهار كي د پوليسو تر منځ په خپل منځي نښته كي يو پوليس قوماندان ووژل شو او د يوه ملكي وګړي په ګډون څلور تنه پوليس ټپيان شوه .

پيښه نن غرمه مهال يوه بجه د كندهار د ارغنداب ولسوالۍ د سركاري باغ په سيمه كي د دوو امنتي پوستو تر منځ د اكمالاتي موټرونو د انتقال پر سر رامنځ ته شوه .

د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي شامحمد احمدي وايي چي د پيښي د رامنځ ته كيدو لامل د اكمالاتي موټرونو د انتقال پر سر چي دواړو لوريو يي د وړلو حق د ځان باله رامنځ ته شوه چي په ترڅ كي يي د يوي امنتي پوستي قوماندان چي ناني كاكو نوميدى ووژل شو او د يوه ملكي كس په ګډون څلور تنه پوليس ټپيان شوه .

ولسوال وايي چي د پيښي په اړه په پلټو بوخت دي.

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x