نظــر

د لندن کانفرانس د ګډ حکومت لپاره لاسته راوړنه که فضیحت ؟

لیکوال: شاهد(غزنيوال)

د لندن یو ورځنی کانفرانس چې افغان چارواکو د راتلونکي افغانستان لپاره په اقتصادي او مالي لحاظ ډیر مهم باله په نوموړي کانفرانس کې د برخوالو افغان چارواکو د توقع خلاف پایته ورسیده.

د لندن په کانفرانس کې د امریکا او برتانیاپه شمول د نړۍ د ۷۰ هیوادونو لوړ پوړي چارواکي د دې لپاره راغونډ شوی ول چې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو څخه د هغوي اقتصادي پروګرامونه او اداري اصلاحات واوري او بیايي په اړه تصمیم ونیسي.
خو داسې ښکاري چې د کانفرانس برخوالو د ګډ حکومت راتلونکي اصلاحات او پروګرامونه د هغه د غبرګو چارواکو له موجودیت څخه درک کړی وي؛ ځکه یې یواځې د توکیو په کانفرانس کې د کړیو ژمنو په تجدديدولوسره یاد کانفرانس پرته له هیڅ عملي اقدامه پای ته ورساوه.

ولسمشر اشرف غني د خپلې وینا په ترڅ کې د کانفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې له دوی سره د افغانستان په راتلونکي کې مرسته وکړي نوموړي وویل : (( مونږ راغلي یو چې نړۍ ته وښیوچې مونږ اوس متحد شوي یو،مونز يواځې مه پریږدئ، له مونږ سره مرسته وکړئ، مونږ له امریکا سره امنیتي تړون لاسليك كړی،د کابل بانک موضوع موحل کړه ،مونږپه خپلو ستونزو پوهیږو او د حل قدرت ېې هم لرو))

د افغانستان چارواکي هرځل دغه ډول کانفرانسونوته د افغانستان دبیارغونې ، اداري اصلاحاتو او فساد له منځه وړلو په اړه داسې پروګرامونه وړاندې کوي چې که هغه واقعا هم په افغانستان کې عملي شوي وای نو اوس به افغانستان په اقتصادي لحاظ د سیمې له پرمختللیو هیوادونو څخه ګڼل کیده.

خو له بده مرغه چې دچارواکو دغه پروګرامونه یواځې له مرسته ورکوونکوهیوادونو څخه د مرستې ترلاسه کولو لپاره وي ، نه داچې عملا دهغه د پلي کولو لپاره د هیواد په داخل کې کاروکړای شي.

تر اوسه پورې د نړیوالې ټولنې لخوا له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې تر ۸۰ ملیارده ډالره زیاتې مرستې شوې، خو له دغو ټولوسره سره په کابل ښارکې چې د بهرنیو مرسته ډیری برخه په دغه ښارکې لګول شوې له هوايي ډګره تر ولسمریزې ماڼې پوری غزیدلی سرک هم په بشپړه ډول نه دی ترمیم او رغول شوی .

نړیوال هم دا ویني چې مرستې یې د افغانستان په اداره کې د مالي فساد له کبله ټولې د مافیايي کړیو جیب ته لویږي ځکه نور نه غواړي له افغانستان سره خپلو سخاوتمندانه مرستوته دوام ورکړي .

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۶ـ ۱۹۵۲د جرمني هیواد د بیارغاونې لپاره د مارشال پلان له مخې له امریکاڅخه ۲۹.۳ملیارده ډالره مرسته ترلاسه کړه او همدا راز په عین وخت کې جاپان ۱۵.۲ ملیارده ډالره مرسته د خپلو زیربنايي پروژو داعمار لپاره ترلاسه کړه چې اوس مونږ وینو دغه دواړه هیوادونه د نړۍ په کچه له پرمختللیو صنعتي او اقتصادي هیوادونوڅخه شمیرل کیږي.

خو افغانستان چې د مارشال پلان د بودیجې تراندازه یې دوچنده زیاته مرسته ترلاسه کړې لاهم د نړۍ په کچه تر ټولو غریب هیواد دی چې تقریبا ۳۶ سلنه وګړي یې لاهم د فقر ترکرښه لاندې ژوند کوي.

تیرکال د توکیو په کانفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۶ ملیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه ، خو هغه وخت هم دا مرسته مشروطه مرسته وه، په دې معنا چې که افغانستان وکړای شول په دولتي سیسټم کې موجود مالي فساد له منځه یوسي ، او د شفافیت له مخې یې په تیرو کلونوکې د ترلاسه کړیو مرستو د لګښت موارد په داسې توګه مشخص کړل چې د نړیوالې ټولنې باور باندې راشي ، نو په هغه صورت کې به بيا د توکیو په کانفرانس کې سهیم هیوادونه په شریکه سره افغانستان ته ۱۶ ملیارده ډالره نوره مرسته هم ورکوي .
خو اوس چې له هغه وخته راهیسې تقریبا یو نیم کال تیریږي افغانستان په خپل دولتي سیسټم کې د موجود مالي فساد په له منځه وړلو نه دی توانیدلی ، بلکې پرهغه علاوه نورهم په دغه هیواد کې د ګډ حکومت په رامنځته کیدوسره ډیرمشکلات رامنځته شوي چې له امله یې پر دغه حکومت دنیاوالو باور زیانمن کړی دی.
د ولسمشریزولانجه منو انتخاباتو په نتیجه کې چې د ګډ حکومت په نوم کوم نظام رامنځته شوی هغه ترتأسیس له مخه د ژورو تنظیمي، لساني اومنطقوي اختلافاتو ښکاردی .
دغه اختلافات د دې لامل شوي چې په تیرو دوو میاشتوکې شخصا د ولسمشر لخوا د هیواد اساسي قانون په دوو مواردو کې صریحا نقض شوی، دحکومت کابینه نه تراوسه شتون لري او نه يي هم په نیږدې راتلونکي کې دجوړیدو امکان شته دی .
پردې ټولو سربیره په هیواد كې موجوده نا أمني او دکابل په ښارکې د وسله والوطالبانو د پوځي بریدونو زیاتیدل هغه څه دي چې دلندن په کانفرانس کې یې د ولسمشر اشرف غني او د اجرائیه رئیس په شمول د ورسره پلاوي دیپلوماتیک موجودیت تر سیوري لاندې راوست.
هماغه وه چې د لندن د کانفرانس برخوالو د ولسمشراشرف غني د ډیرتاکید او الحاح باوجود له نوموړي سره هغه ډول تعامل ونه کړ لکه ده چې یې هیله او توقع لرله .
او دغه یوورځنی کانفرانس پرته له دې چې د کانفرانس ګډونوالو ته د افغانستان د دوه سرې حکومت نوی ماډل ترکیب ورښکاره شي نور یې هیڅ د یادولو وړلاسته راوړنه نه لرله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x