افغانستان

ملګرو ملتونو غوښتنه کړي چي د ملکي وګړو ژوند خوندي کړه شي

KUNDUZ_CIYTYSept_6_2009نن ټکی آسیا: په کابل کي د یوناما دفتر څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کي غوښتنه شوي چي په جګړه کي ښکیل اړخونه دي د ملکي کسانو د ځان او مال خوندي کړي، د خبرپاڼي زیاته کړې چي په راتلونکو میاشتو کي دجنګ جګړو او تاوتریخوالي د زیاتیدو د پروګرامونو د اعلان وروسته یوناما د افغانستان د خلکو به استازیتوب د ټولو ښکیلو خواوو څخه غوشتنه لري و چي د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دي مناسب اقدامات وکړي.

د طالبانو له خوا د بدر په نامه د عملیاتو د پیل کیدو په اړه یوناما ویلي چي په دغه اړه چي کومه خبرپاڼه نشر شوې هغه وايي چي طالبان به په دغو عملیاتو کي دولتي چارواکي، د کابیني پارلمان، او د سولي د عالي شوری غړي او د بهرنیو او افغاني شرکتونو مشران چي فعلا دولت ته کار کوی، په نښه کړي، یوناما ویلي چي د ملګرو ملتو د قوانینو سره سم ټوله هغه کسان ملکي شماریږی څوک چي مخامخ په جګړه کي ښکیل نه وي، نو ځکه ملګري ملتونه د طالبانو څخه غوښتنه لري، چي په هر هغه چا بریدونه ونه کړي، چي په مستقیمه توګه په جګړه کي ښکیل نه وي.

همداسي یاناما غوښتنه کړې چي باید په جګړه کي ښکیلي خواوي پر دولتي ودانیو، مارکیټونو، او بازارونو بریدونه ونه کړي.

د یادوني وړ ده چي طالبانو پر اولس غږ کړی وو، چي اولس باید هغه ځایو ته ور نیژدې نه شي چيري چي طالبان عملیات کوي، تر څو په جګړه کي ورته زیان ونه رسیږي.

یوناما د طالبانو د ماینونو په اړه هم ویلي چي باید طالبان په دغه اړه د احتیاط څخه کار واخلي، او د ملکي او دولتي اهدافو تر منځ توپیر وکړي.

همداسي په خبرپاڼي کي غوښتنه شوې چي باید بهرني قواوي په افغانستان کي د بمباریو په اړه نړیوال قوانین عملي کړي، ځکه چي ددوی د بمباریو له امله زیات شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د شپې د عملیاتو په اړه یوناما پر بهرني او کورني ځواکونو ږغ کړی چي د افغان کلتور او مذهب پوره درناوی وکړي، ځکه چي دغه عملیات د افغانانو په منځ کي ددوی په ضد کرکه را پاروي.

طالبانو پرون اعلان کړی وو، چي دوی پلان لري چي د میلادي میاشت د میی په اوله نیټه د بدر په نامه سره عملیات پیل کړي، چي نن ورځ دا عملیات پیل سول.

د بلي خوا په کندهار کي هم امنیتي چارواکو ددغو عملیاتو د پیل په مناسبت د لومړۍ درجې احضارات اعلان کړه، توریالي ویسا د کندهار والي په امنیتي قواوو ږغ کړی چي خپلي ګزمي ډیري کړي، او د ښار او ولایت امنیت تامین کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x