د نن سرلیکنه

د «ملي یووالي حکومت» او د ملي هویت ځپل؟! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا :  «زه څوک یم؟» دا هغه پوښتنه ده چې هر انسان یې هغه وخت له ځانه پوښتي چې کله د شعور لومړنۍ پوړۍ کې پښه ږدي. د «زه څوک یم؟» پوښتنې ته هر څوک له خپلې روزنې، تاریخ، ذهنیت او لیددود او انددود سره سم ځوابونه وايي. د ملي هویت تشه یا کړکېچ په وروسته پاتې هېوادونو کې هغه وخت منځ ته راغی چې د لوېدیځ Nation State یا ملي دولت پسې یې اقتدا وکړه چې د بنسټ ډبره یې قومیت ته ورګرځي.

هر هېواد له خپلو اړتیاوو، تاریخ، فرهنګ او ولسي غوښتنې سره سم یو ملي هویت ځان ته غوره کړ. موږ چې هم په دغسې یوه دولتي جوړښت کې ژوند کوو، اړ یو چې باید د نورو هېوادونو په څېر یو ملي پېژند یا هویت ولرو.

پر افغانستان د پخواني شوروي له تاړاکه راهیسې چې دلته داسې بدنیتو کړیو ته واک ورغی چې تر بل هر څه یې زموږ دین، ملي ارزښتونه، تاریخ او فرهنګ سره جفاوې وکړې او دلته یې یو پراخ ټولنیز بحران له پاره هڅې پیل کړې. ملي هویت هغه ستونزه ده چې پر افغانستان له پرچم واکۍ راهیسې هغه وخت چې د «ملیت ها» مسئله رابرسېره شوه، دا مشکل منځ ته راغی. کله چې بیا پرچمۍ کړۍ له ځینو تش په نامه قومي متعصبو «جهادي» کړیو سره یو ځای شول، تر بل هر څه وړاندې د افغان ولس پر تاریخ او هویت وروبلوسېدل.

په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر، دلته «افغان» د ملي هویت په توګه له رسمي او دولتي پرېکړې ډېر مخکې د ولس له خوا ومنل شو. «افغان» د افغانستان د نامه برخه ده او د دواړو ترمنځ یوه ډېره ښکلې منطقي رابطه هم جوړېږي. په افغانستان ټول ساکن قومونه «افغان» د خپل ملي پېژند په توګه په خپل رضایت سره مني. په ترکیه کې «ترک»، په فرانسه کې «فرانس» په جرمني «ډچ» او دغسې نورو هېوادونو کې هم ملي هویتونه منل شوي دي. حتا ځینو هېوادونو کې ملي هویت د فرد په نوم دی لکه «سعودي» کې چې ټول سعودیان یادېږي او سعود یو فرد و. په افغانستان کې له نېکه مرغه دغسې یوې ستونزې سره نه یو مخ شوي.

سره له دې چې د دې هېواد ټول ساکن خلک د «افغان» پېژند مني، پرې ویاړي او په ډېرې خوښۍ سره یې خپل هویت بولي، ولې په اصطلاح د «ملي یووالي» ګډ حکومت موږ له دې ویاړمن پېژنده بې برخې کوي؟!

متاسفانه لکه مخکې چې یادونه وشوه، هغه ملي ضد او هېوادضد عناصر چې له څو کلونو راهیسې يې د ملي هویت پر ضد مبارزه کوله، داسې ښکاري چې همدغو د ملي نفاق عناصرو د دولت په دستګاه کې دومره رخنه کړې ده چې اوس یې په ملي پېژند (تذکره) کې موږ له ملي کړکېچ سره مخ کړو. کله چې ټول ولس افغان خوښوي او پرې ویاړي، یو نامرئي، پردي پال او ملي ضده کړۍ ولې دومره جرئت کوي چې د افغانانو پر دې هویت هم معامله وکړي؟!

له بده مرغه چې له هغې راپدېخوا چې زموږ پر سر د «ملي یووالي» په نامه د دوو فاسدو ډلو د یوه فاسد ایتلاف په نتیجه کې کوم حکومت حاکم شوی، موږ د ملي ضد او هېوادضد کړنو له یوې لړۍ سره مخ یو. همدې نامتجانس ایتلاف د واک په دویمه ورځ د هېواد جغرافیا او سیاست د یوه ننګین تړون په لاسلیک خرڅ کړ. پر دیني ارزښتونو یې څو ځلې مسخرې وکړې. اوس د ملي هویت وار شو چې پر دې هم لوبه وکړي. دا څو ورځې د افغانانو غوسه او مخالفت ښيي چې ولس څومره له دې ناوړه عمله ناراضه او ماڼیجن دی.

د «ملي یووالي» تر پوښ لاندې ګډ حکومت به په دې کار سره ولس لاډېر نهیلی کړي. د اشرف غني+عبدالله عبدالله حکومت به په داسې کړنو سره ورو ورو د ولسي غوسې پر اور تېل ورتوی کړي!

د دوو ټیمونو داسې ملي ضدې کړنې په ښکاره ښيي چې دوی زموږ ملي او اسلامي ارزښتونو ځپلو پسې راخیستې ده. کنه «ملي» حکومت خو د ولس ملي هویت، ملي وحدت او ملي ګټې د کار په لومړیتوبونو کې ځایوي.

نن ټکی آسیا – سرلیکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x