ادبي لیکني

زموږ لمانځغونډې

لیکوال: ذاکر جلالي

څه موده کېږي نژدې هره اوونۍ یوه لمانځغونډه وي. ماته لږه عجیبه غوندې ښکاري، له یوې خوا هره اوونۍ لمانځغونډې، شخصیتونه او ستاینغونډې او له بلې خوا فرهنګي فقر، د لوست ټیټه کچه د مطالعې فرهنګ په نشت برابر!

که مو لیکوال دومره پُر کاره، شهکارلیکونکي او هڅاند وي؛ نو بیا له فرهنګي فقره او د وړو اثرونو له نشته ولې نالېږو؟!

تناقض غوندې نه دی؟!

زه له تشویق سره مخالف نه یم. د یو چا هڅو او ستړیاوو ته په درنه کتل د یوه قدرپېژندونکی ملت نښه ده؛ خو دا چې کله به یو چاته ځانګړې لمانځغونډه جوړوو، دې رایج معیار سره اختلاف لرم.

استاد اسدالله غضنفر «د نثر لیکلو هنر» کې یو ځای زموږ د مبالغو په باب وايي، کله یو څوک پر سټیج شعر ووايي، له شعره وروسته ویاند وایي «یوه نړۍ مننه!». غضنفر صیب پوښتنه کوي، چې که بل ویناوال له شعره ډېر څه وړاندې کړي، له هغه بیا څومره مننه کوئ؟! کله چې له یوه –اکثراً- عادي شعره «یوه نړۍ» مننه کېږي، نورو ته نو څه پاتې شول؟

ما چې تر کومه په نورې نړۍ کې د ځینو پوهانو او لیکوالو د لمانځغونډو خبره اورېدلې، هلته هغه وخت د یوه لیکوال، محقق او روڼ اندي لمانځغونډه ترتیب شي، چې په ژوند کې یې ډېرې لوړې ژورې تر شا پرې ايښې وي، شهکار اثرونه یې کښلي وي او عمر یې نور خزان ته ورلنډ وي؛ دغسې وخت کې يې لمانځنه کېږي، د خدمتونو او هڅو و هاند قدر یې کېږي. په دغسې ټولنو کې لمانځغونډه یو معیار خپلوي، چې همدا معیار بیا د لمانځغونډې قدر او ارزښت ساتي او لوړوي يې. دغه وړ لمانځغونډه نور شهکارو اثرونو ته هڅوي. تکراروم یې، «شهکارو» اثرونو ته!

خدای دې وکړي چې زما له مخالفته بل ډول تعبیر ونه شي. دلته لمانځغونډو سره تر ډېره سلیقوي چلند هم کېږي. یو ډله همکفره، همژبي او هملاري سره راغونډ شي، یو او بل ستايي. حال دا چې ډېر داسې یا پاتې وي یا پرېښوول کېږي چې د هغو په پرتله ډېر د لمانځغونډې وړ او حقدار وي.

په وروستیو لمانځغونډو کې د استاد سعدالدین شپون یا ډاکټر صیب لطیف بهاند له لمانځلو سره زه مخالفت نه کوم. استاد شپون اوس سپین ږیری دی. ډېر پښتو شعرونه یې ویلي او ناولونه یې لیکلي. مینه وال لري. یوا ځانګړی طرز یې دود کړی. باید ولمانځل شي.

ډاکټر صیب بهاند د روسي مشهور لیکوال تولستوی شهکار اثر، «سوله او جګړه» له روسي ژبې راپښتو کړه. «سوله او جګړه» په څلورو ټوکونو کې په لسو کلونو کې پښتو شوې ده. دا اثر ډېرو ژبو ته ژباړل شوی، شاید ځینو له انګلیسي ژباړلی وي؛ خو دا چې پښتو ته دومره پنډ او شهکار له روسي ژباړل کېږي، دا هم له شهکاره کم کار نه دی. ژباړن یې په خپله ټولنه کې د قدرداني او ستاینې وړ دی.

مګر په ټوله کې د لمانځغونډو روان بهیر یو ډول نهیلي‌کوونکی دی. که دا لړۍ پر همدې روال پر مخ ولاړه شي، بیا نو شاید لمانځغونډې خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړي. بیا شاید هغه معیار ډېر اوچت ونه ګڼل شي چې یو څوک دي د لمانځوغونډې وړ پرې وبلل شي.

یو شاعر و. دلته یې نوم نه اخلم. له بهرني هېواده پېښور ته پر لار و. هلته یې له خپلو ځینو ملګرو غوښتي و، چې له ورتګ سره ورته د لمانځغونډې تابیا ونیسي!

کله چې لمانځغونډې تر دې بریده خپل ارزښت له لاسه ورکړي، بیا شاید لمانځنې هم تر مسخرې کمې ونه ګڼل شي. بیا شاید دغه ادبي ارزښت تر ډېره بې‌ارزښته شي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x