ټولنیزه برخه

مشکل په موږ کي ده

یو سړی د غوږونو یوه ماهر ډاکټر ته ورغی او د خپلي کورودانې د غوږو په اړه یي ورته وویل: ډاکټر صیب! په غوږو لږ درنه ده… خو زه ویریږم چي بیخي کڼه نشي…نو که کوم علاج درته معلوم وي…

ډاکټر ورته وویل: ته باید لومړی دخپلي کورودانې داواز اوریدلو  اندازه معلومه کړې چي په څو متره فاصله کي ستا اواز اوریدلای شي، نو ته داسي وکړه… له څلویښت متره څخه دي ښځې ته پخپل نورمال اواز ناره ور وکړه که یي واوریده خو ښه او که نه نو بیا له دیرش متره ورته اواز وکړه، که یي واورید خو ښه خبره ده کنه بیا همداسي ورنزدې کیږه تر څو دقیقه اندازه درته معلومه شي… سړی چي کورته راغی،  ښځه یي په پخلنځي کي په پخلي لګیا وه… ده هم فکر وکړ چي همدا د امتحان لپاره ښه موکه ده… نو تقریباً له څلویښت متري څخه یي ښځې ته اواز وکړ: ګرانې نن غرمې ته دي څه پاخه کړي!؟

ځواب یي وانه وریدی لس قدمه ورمخته شو او بیا یي اواز وروکړ: ګرانې! غرمې ته دې څه پاخه کړي؟

چي بیا یي ځواب وانه ورید نو لس نور قدمه ورنزدې شو چي بیا یي اواز وانه وریدی نو بیخي نژدې ورغی او له څو قدمي څخه یي اواز ورته وکړ: ګرانې! نن غرمې ته دې څه پاخه کړي؟

ښځه یي موسکۍ شوه او ورته ویي ویل: ګرانه خو دا مي څلورم ځل ده چي درته وایم قورمه مي پخه کړې خو ته بیا هم پوښتې…

ژباړه او لنډون: حمدالله حلمیار

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نتیجه: ډیر ځله مشکل یو ځای وی او موږ بل ځای ته ټککه شوي یو نو ځکه یي ویلي چي د مشکل درکول د مشکل نیمایي حل ده،

تل باید د مشکل به درک کولو کي دقیق و اوسو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله

ډیر په زړه پورې مطلب دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x