نړۍ

اسراييلي الوتکو د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه بمباري کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د شام رسمي راديو تلويزون وايي، چې اسراييلي الوتکو د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه پر يو شمېر سيمو بمباري کړې ده.

راپورونه وايي، چې دغه هوايي بريدونه د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه او الديماس ښار ګوټي کې شوي دي، مګر څه مرګ ژوبله يې نه ده پېښه کړې.
اسراييلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سوريې د بشري حقونو اداره وايي، چې د دمشق هوايي ډګر او الديماس سيمې کې اسراييلي الوتکو دوه بريدونه کړي دي.

د سوريې د بشري حقونو اداره وايي، چې لومړی بريد د دمشق ملکي هوايي ډګر د صادراتو او وارداتو پر برخه شوی او دوهم بريد الديماس سيمه کې پر يو نظامي مرکز شوی دی.

اسراييل پټه خوله دي

اسراييلي چارواکي تر اوسه د يادو بريدونو په اړه پټه خوله دي.

رویټرز خبري اژانس د اسراييلي عسکرو د وياند له قوله وايي، چې د بل چا په څرګندونو تبصره نه شي کولای.

۲۰۱۱م کال راهيسې، چې سوريه کې ولسي پاڅونونه پيل شوي، اسراييلي الوتکو څو ځله د سوريې پر سرحدي سيمو بمبارۍ او توغنديز بريدونه کړي دي.

د سوريې رسمي خبري اژانس «سانا»وايي، چې د اسراييلي الوتکو په بمبارۍ کې هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.

بېروت کې د بي بي سي خبريال جيم موير وايي، چې کله اسراييل له خپل سرحده بهر پر کومو ځايونو بريدونه کوي، نو پر هغې تبصره نه کوي.

جيم موير زياتوي، چې اسراييلي الوتکو تېر ماښام د دمشق پر کومه سيمه بريدونه کړي، د يادې سيمې په دېرش کيلومټرۍ کې د لبنان په هوايي حريم کې تېره ورځ اسراييلي الوتکو هوايي پروازونه کول.

د يادونې وړ ده، چې ۱۹۶۷م کال کې د سوريې او اسراييلو تر منځ جګړه کې اسراييلي يرغلګرو د سوريې جولان نومې غريزه سيمه نيولې او ۱۹۷۳م کال کې شامي ځواکونو هڅه وکړه، چې ياده سيمه له اسراييلو ازاده کړي، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل او له هغه وخت د اسراييلو او سوريې تر منځ تخنيکي جګړې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا به هم د بشار اسد په فرمایش شوی وی دوی د مسلمانانو د وژلو پسی راغیستی دی( ایران-امریکا-اسراییل – سوریه)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x