افغانستان

د مشرانو جرګې مشر: د مدنې فعالانو تېښتې وشرمولو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۳ل): په لندن کنفرانس کې د مدني فعالانو په نامه شاوخوا دوه پنځوسو تنو ځوانانو ګډون کړی و، چې د دوی په خبره دوی به هلته کېدونکې ژمنې څاري او هم به په افغانستان کې د دې مرستو د لګولو پروسه څاري.

خو د لندن کنفرانس له پای ته رسېدو سره سم دېرشو تنو مدني فعالانو په برتانیا کې د پناه په تمه هلته پټ شوي او له افغان پلاوي سره بېرته هېواد ته راستانه نه شول.

د مشرانو جرګې مشر وايي چې د دوی تېښتې ټول افغانستان ته شرم راووړ او په دولت يې نیوکه وکړه چې باید په داسې کنفرانسونو کې د خلکو په ټاکنه کې دقت وکړي.

سناتور زلمی زابلی وايي، چې د مدني ټولنو فعالان ځانونه د خلکو د حقونو مدافعين بولي، مګر په حقيقت کې دوی سره يوازې د خپلو ځانونو او لويديځو هېوادونو کې د پناه اخيستو غم دی او د ولس د حقونو خبره يې د خلکو د غولونې يو شعار دی.

تر دې وړاندې هم د ناټو په سر مشریزه ناسته کې د دفاع وزارت مامور او افغان بیرغچي جنرال بارک د برتانیا په هوايي ډګر کې بیرغ غورځار او ځان يې د برتاینا پولیسو ته تسلیم کړ.

تر هغه وړاندې هم په امریکا کې د افغان پوځیانو څو تنه له روزنځي نه تښتېدلي و، چې له نیولو وروسته څرګنده شوه چې په امریکا کې يې د پټېدو او همالته د مېشتېدو تمه لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x