افغانستان

طالبانو له خوا د بدر د عملیاتو د پيل وروسته په کندهار کی د لومړۍ درجې احضارات اعلان شول

kandahar_police_110212نن ټکی اسیا: طالبانو له خوا د بدر په نامه د عملیاتو د پيل کیدو سره سم، د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کي لومړۍ درجې احضارات اعلان شول.

د تفصیلاتو سره سم.. پرون د طالبانو له خوا یوه خبرپاڼه نشر کړه، او اعلان یې وکړی چي دوی به د ميي د اولي ورځي څخه په افغانستان کي د بدر په نامه عملیات پیل کړي.

چي له همدې امله پرون د کندهار چارواکو د یو امنیتي غونډي په ترڅ کې ددط ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کي د لومړۍ درجې احضاراتو اعلان وکړ.

په دي اړه د کندهار د ولايت د مقام د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي اعلاميه کې وويل شول چې نن مازديګر 2011-04-30 د کندهار د والي داکتر توريالي “ويسا” په مشرۍ د ټولو امنيتي ارګانونو بيړنۍ غونډه جوړه شوه چې پکي ټولو امنيتي ارګانونو ته د لمړۍ درجه احضاراتو امر وشو. په غونډه کې والي “ويسا” ټولو امنيتي ارګانونو ته امر وکړ چې د کندهار په ښار او ټولو ولسواليو کې امنيت تامين او په دوامداره توګه ګزمي او پلټني پيل کړي. والي همدا راز وويل چې هغه به پخپله شپه او ورځ په ښار او ولسواليو کې کې د دي بهير څخه څارنه وکړي څو د بي غورۍ څخه کار وانه اخيستل شې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x