نړۍ

پنجاب: فيصل اباد کې د عمران او نوازشريف د پلويانو تر منځ اخ و ډب کې ګڼ کسان ټپيان شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې د تېر ۲۰۱۳م کال پارلماني ټاکنو کې د درغلۍ پر ضد د عمران خان په مشرۍ د پاکستان انصاف غورځنګ له تېرو درې مياشتو راهيسې پلازمېنه اسلام اباد کې احتجاجي ناستې پيل کړي او هغه ورځ عمران خان اعلان وکړ، چې د ديسمبر په ۱۶مه نېټه به ګرد پاکستان د حکومتي چارواکو پر مخ بند کړي او له هغې وړاندې به د پاکستان يو شمېر لويو ښارونو کې خپل ولسي اغېز څخه په ګټه اخيستو دغه ښارونه بند کړي او لومړی پيل يې د پنجاب تجارتي او صنعتي ښار فيصل اباد څخه وکړ.

د عمرا خان پلويانو تېر ورځ فيصل اباد ښار کې جنډې او احتجاجي لوحې لګولې او او حالات له پرونه ترينګلي ښکارېدل، مګر نن ورځ دغه ښار کې د عمران خان رسمي احتجاجي لاريون د پيل کېدو پر مهال د عمران خان پلويانو د فيصل اباد ښار پر لويو لارو او څلورلارو ټايرونو ته اور ورته کړ او لارې يې خلکو پر مخ وتړلې.

دغه مهال د نوازشريف او عمران خان د پلويانو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو او پر يو بل يې د ډبرو هګيو او رومي بانجانو وارونه وکړل.

پوليسو هڅه وکړه، چې دواړه لوري له سيمې لرې کړي، مګر ونه توانېدل.

راپورونه وايي، چې فيصل اباد کې ښار کې حالات ډېر ترينګلي دي او د دواړو ګوندونو پلويان د يو بل پر ضد نارې او شعارونه ورکوي.

امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې حالات کنټرول کړي، مګر تر دې دمه حالات ساعت په ساعت له لاسه وتلي ښکاري.

د فيصل ښار، چې د نوازشريف په مشرۍ د مسلم ليګ مرکز بلل کيږي، خلکو خپل دوکانونه، مارکيټونه او ټرانسپورټ د عمران خان په غوښتنه نه دي بند کړي او وايي، چې د دوی يې له سياست سره څه دي او دوی يوازې د خپلو اولادونو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو مسؤول دي.

وروستي راپورونه وايي، چې د دواړو ګوندونو غړو پر يو بل د هګې او رومي بانجانو وارونه وکړل او وروسته يې په يې پر يو بل ډزې هم وکړې.

د پاکستاني رسنيو له قوله، چې د دواړو لوريو څخه ګڼ شمېر ټپيان سيمه ييزو روغتونونو ته لېږدول شوي.

د پنجاب اعلی وزير مياشهباز شريف په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې هر څوک د سوله ييز لاريون حق لري او که چا له قانونه سرغړونه وکړه، نو قانون به يې لاس نيسي.

بل پلو عمران خان شېبه مخکې په خپل ټويټر پيغام کې وويل، چې دی به نن درې بجې فيصل اباد کې د لاريون مرکز ګهنټه ګهر ته ځان رسوي.

د پنجاب ايالتي حکومت د ياد لاريون د امنيت په موخه څلور زره امنيتي ځواکونه ټاکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

خدایه ته پکښی برکت واچوی خو ملکی او بیطرفه خلک دی خدای وساتی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x