افغانستان

کندهار: د ميوند ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بریدونه روان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې شېبه مخکې د دوی يو سرتېري ملګري د ميوند ولسوالۍ پر مقر د موټر بمب په واسطه سرتېری بريد وکړ او د ولسوالۍ

ودانۍ ته د ننوتو ټول موانع يې لرې کړل او ورپسې د دوی نور سرتيري ملګري په سپکو او درنو وسلو او بارودي واسکټونو سمبال د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل او جګړه يې پيل کړه.

د ښاغلي احمدي په وينا دا بريد په داسې حال کې وشو، چې د ولسوالۍ چارواکو تر منځ رسمي غونډه روانه وه.

د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x