افغانستان

په بګرام راکټي برید دوه تنه ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د بګرام په پوځي پنډ غالي راکټي برید شوی، چې په خبره يې دوه افغان کارکوونکي يې وژلي دي.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي وايي چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې په بګرام هوايي اډه او پوځي پنډغالي راکټي بریدونه وشول.
د برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی خو د تلفاتو اړوند يې دقیق معلومات نشته.

د پروان د والي ویاند وايي چې دوی هڅه کوي پر دې هوايي اډه د راکټي بریدونو د مخنیوي په لارو چارو فکر وکړي.

وحید صدیقي وايي چې دوی له ایساف سره په ګډه امنیتي جلسه لري او نن به پر دې بحث وکړي چې څنګه پر بګرام هوايي اډې د بریدونو مخه نیولای شي.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې شنبې په ماښام هم طالبانو پر دې پوځي پنډغالي په داسې حال کې برید وکړ، چې د طالبانو له قوله د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل هم په یاده اډه کې و.

چیک هیګل تېره شنبه په نا څاپي سفر کابل ته راغی، چې هرکلي ته يې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان ورغلی و، او افغان دولتی يې په سفر خبر هم نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x