
هرات: موټر سایکل سپرو د اردو لوړپوړی افسر وژلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هرات چارواکي وايي چې تېره شپه نامالومه موټر سایکل سپرو کسانو د ۲۰۷ظفر قول اردو یو افسر په ډزو وواژه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم پخپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په هرات کې يې لوړ پوړي افسر وژلی دی.
د هرات چارواکي وايي چې یاد افسر د هرات په نو اباد سیمه کې ووژل شو.
د ۲۰۷ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي وايي چې دغه افسر محمد ابراهيم نومیده او په خبره يې د پېښې په تړاو يې دوه تنه نیولي.
طالبانو هم د کومې خبرپاڼې له مخې روښانه کړې نه ده، چې د دوی له لوري وژل شوی افسر هم همدا دی او که بل هم وژل شوی.
دا په داسې حال کې دی چې همدا شېبه د کندهار په میوند ولسوالي امنیه قومنداني کې جګړه روانه ده او تېره شپه په پروان کې هم په بګرام هوايي اډې توغندي توغول شوي دي.