څیړنه: ماسته مو د شکر له ناروغی څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): که تاسې په خپل ورځنۍ ژوند کې ماسته نه استعمالوي نو له دې وروسته يي د خپل خواړه یوه اړینه برخه وګرځوي.

په هارورډ عامې روغتیا اداره کې شوې دغه نوې څیړنه ثابته کړې چې د ماسته زیات یا ورځنۍ استعمال به انسان د شکر له ناروغی څخه په ژغورولو کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

څیړنې په اساس د ورځې ۲۸ ګرامه ماسته خوړل به د شکر ناروغی خطر ۲۰٪ کمه کړي.

څیړنې په اساس د یو لک او نهه څلویښت زره کسانو ژوند او ژوند کولو طریقه له څیړلو څخه دا معلومه شوه چې هغه کسان چې هر ورځ ماسته استعمالوي په هغوي کې د شکر ناروغي په کمه اندازه لیدل کیږي.

د دغې څیړنې څیړونکي وايي چې د زیاته اندازه ماسته خوړل په زیاته اندازه د شکر ناروغي خطر کمولو نښې ښيي. که څوک غواړي چې له دغې ناروغی څخه په امان وي نو له ۲۸ ګرامو څخه هم زیاته اندازه ماسته استعمال کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د