دلغمان په ولایت کي دیوه پوهنتون د وداني ډبره کیښودل شوه

دالمان هیواد له لوري دافغانستان دماشومانو لپاره دخیریه موسسي مشر دپوهنتون دافتتاح دمراسمو په ترڅ کی وویل زمونږ موسسه دجرمني له عامو خلګو څخه دافغاني ماشومانو لپاره پیسي راټلوي ترڅو په افغانستان کي د ماشومانو له لپاره عام المنفعه پروژی ترکارلاندي راولي،
همدارنګه تیره ورځ دلغمان ولایت له مرکزي ښار مهترلام څخه بیا د بادپښ ترولسوالي پوري دسړک جوړني کار هم رسما پیل شو، یاد شوي سړک ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري چي په عصري ډول به جوړیږي.
دلغمان والي زیاته کړه دغه سړک به دامریکایانو دولایتي بیا رغوني ډلی له لوری د ۱.۳ ملیونه ډالرو په لګښت ددریو میاشتو په تیریدو سره جوړیږي. اوهمدارنګه دسړک له جوریدو سره سره به دبادپښ دولسوالي وداني هم د ۲۰۰۰۰۰ لکو ډالرو په لګښت سره په عصري توګه جوړیږي.
نن ټکی اسیا