په امريکايي اډو کې د کار کوونکو افغانانو راتلونکی ټولنیز حثیت او تشخص

عبدالهادي ژمن

امريکايي رسنیو په يوه تازه راپور کې د امریکا په فوځي اډو کي د پراخو جنسي تيريو خبر ورکړې، چې په دې کې يې په افغانستان کې خپلې فوځي اډې هم يادې کړې دي.
په راپورکې د امریکايي نرانو عسکرو له لوري پر امريکايي ښځينه عسکرو جنسي بريدونه د زیاتې غندنې وړګرځول شوي دي،ځکه دغه زنانه عسکرې اوظابطاني له جنسي پلوه لوړ قانوني حقوق لري.
خو د هغو ځايي اجيرانو لورته دومره پاملرنه نه ده شوي چې د دغو امريکايي اډوله کوربنو هيوادونو سره اړه لري، له دې سره چې په دغو اډوکې پرځايي کارکوونکو ترجمانانو او عامو دفتري او لوجستیکي مامورينو د امريکايي عسکرو جنسي تيري بار بار د رسنيو خبرګرځېدلي او دغه ډول تيري د نارينه او ښځينه دواړو په اړه عموميت لري.
په دغه راپورکې دا هم ويل شوي چې دغه قربانيان نه يواځي دعوه نشي کولي، بلکې نورهم په سپکه ورته کتل کيږي، چې د همدغه زورکي عمل له امله نور هم له ستونځو سره مخ کيږي.
ښکاره خبره ده چې امريکايي طبعه انسان د دغو تيريو په وړاندي اواز نشي پورته کولای، نو يو ځايي اجیر به د ځان څه د فاع وکړای شي!

د امريکا په فوځ کې د جنسي اعتدال او کنترول په اړه هيڅ تربیه نشته او په تاریخي لحاظ امريکايي فوځیان په ټوله نړۍ کې د جنسي وحشت ریکارډ لري.
څو ورځې وړاندي مي د بي بي سي د نړيوال سرويس په يوه راپور کې ولوستل چې د جنوبي کوريا۱۲۰بوډيو ښځو د خپل هېواد پرحکومت دعوه کړې، چې دوی يې په ۱۹۷۰ميلادي کال په جنوبي کوريا کې مېشتو امريکايي اډو ته د ورتګ لپاره هڅولې وې،چې هلته بیا دغه ښځې د جسم فروشي پر دنده اوښتې وي. دغو ښځو پرحکومت دعوه کړې چې دوی يې لومړی په دغه اډو کې عام ماموريت ته هڅولې وې، چې هلته بيا دوی د امريکايي عسکرو د شهوت قربانیاني شوې او تر پايه يې بيا همدغه دنده وګرځيده، چې اوس د عمرپه لوړېدو دوی له يوې خوا له غربت سره لاس اوګرېوان دي، له بلې خوا د دوی کورنۍ له ټولنيزحثيت اوشخصيت نه بې برخې دي او په ټولنه کې په سپکه سترګه ورته کتل کيږي.
دغه ښځي وايي چې دوي به چې د جسم فروشي له لارې ډالر تر لاسه کول نو چارواکو به دوی له دي امله د وطن خواخوږي ګڼلې چې هيواد ته بهرنۍ پیسه راوړي.
په کوريا کې دا ډول ښځې ډیري زياتې دي، خو يواځې ۱۲۰يې داعتراض غږ پورته کړی.

کوريا کوم اسلامي هېواد نه دي اونه د کوم بل داسي دين پیروان دي چې، دغه عمل پکې ديني ممانعت ولري، خو له کلتوري اړخه جسم فروشي په کوريايانو کې هم عاردی، له همدې امله دغه کورنۍ د خپل ټولنيزحثيت او ابرو په بايللو کې خپل حکومتونه ګرم ګڼي.
د افغانستان د اوسنيو حکومتونو په څېر د کوريا حکومت او چارواکي د امريکا له لوري نه وو ټاکل شوي، بلکې کوريايي واکمنان خپلواک وو، خو د امريکايي نظاميانوشتون هغوی ته دغه ټولنيزي او کلتوري ستونځې وزيږولای شوې.
په افغانستان کې له تيرو ديارلسو کلونو راهيسي په امريکايي اډو او پوځي مرکزونو کې په زرګونو افغانان ښځې او نران د ترجماني، څارګري او نورو اداري او لوجستيکي خدماتوپه برخه کې بوخت دي، دا خبره اوس پټه نه ده چې د دغه خلګو ډېره برخه ياپخپله او يايې د کورنيو غړي د وحشي امريکايي عسکرو له جنسي بريدونو سره مخ دي، چې د وخت په تېرېدو سره يې ډيری له دغه عمل سره عادي شوي دي او اوس يې پخپله دغې دندې ته مخه کړې او په دغو اډو کې جسم فروشي کوي.
څوځله په نارينه ترجمانانو حتی سپين ږيرو افغان جنرالانو د جنسي تيريو پېښې ميډياته راوتلې دي!

بل پلو موجوده چارواکي او رژيمونه د امريکايي عسکرو په وړاندې د هيڅ ډول غبرګون او نيوکې واک او ځواک نه لري، ځکه چې دغه چارواکي په حقيقت کې دامريکا اومتحدينو له خوا په دندو ګمارل شوي،له همدې امله هرچارواکی په ارادي توګه هڅه کوي چې د امريکايي عسکرو لپاره په هره برخه کې هر ډول خدمت وکړي.
له دوه زره دوه کال راهيسې يواځي په کندهار کې ترزرو زياتې نجونې دانګريزي ژبې د زده کړو له کورسونو نه د فراغت نه ورسته د کابل او کندهار هوايي ډګرونو او په هيواد کې د امريکا نورو پوځي مرکزونوته استول شوې دي، ښايي د کابل،مزار،باميانو نه تردې زياتي وي.
د کندهار د دغې پروسې مشرد کندهاريو وکيل صیب و، چې له خپل نامه سره يې د پښتون تخلص هم کاراوه!

د زنانه وو دغه ډول جلب وجذب که څه هم د عامه ماموریت په نامه کيږي، خو هلته بيا داسي چاپيريال ورته جوړوي، چې د خودسرو وحشي امريکايي عسکرو له لوري د هغوي روغ پاتېدل ناشوني کاروګرځي
ځکه چيرته چې يوه امريکايي انجلۍ چې پوځي رتبه هم لري، قانوني دعوه هم کولای شي، خو بیا هم د دغو عسکرو له جنسي تيريو ځان نشي ژغورلای، نو يو بې وسه او غلام انسان به څه اواز اوچت کړي!
بل خوا دا هم يوحقيقت دی،که د خارجي عسکرو په وړاندي مقاومت او روانه جګړه نه وای نو دغه ناولتيابه غیرښاري سیمو، کليو اوبانډو ته هم غزيدلې وای او داخلي ګوډاګيانو به په لکونو خلګ د دغو پوځي اډو په دروازو کې روږدي کړي وای، ولي اوس هم يوه طبقه له همدې امله له کلتوري او ټولنيزې بربادي سره مخ ده.
د دغو ترجمانانو، جاسوسانو او په امريکايي اډوکې کارکوونکو ښځو او نرانو راتلونکی ټولنيزحثيت او کورنی تشخص به له هغو کوريايي ښځو زر چنده بد وي، چې پرخپلو چارواکو يې د خپل ټولنیز حثيت د بربادۍ دعوه کړې ده.
ځکه دا افغاني اواسلامي ټولنه ده،دلته دغه خبرې ترمرګ ډیرې درني دي.

له همدې امله د دغو پوځي اډو پرشتون هم هغه څوک ډېر ټينګارکوي، چې له اډو وروسته د خپلې بقا په اړه انديښنه لري، ځکه چې هغوي د افغانانو په مينځ کې ځانونه نور پردي کړي دي، ټولنيز شخصيت يې بایللی، ټولنه يې د ابد لپاره دښمنه ده او اوس د خپل مرګ او ژوند حشر له همدغو خارجي بادارانو سره غواړي، چا چې دوی په مرګ او ژوند له خپلو خلګو او ټولنې پردي کړي دي.
که له دې زوايې ورته وګورو نو د امريکايي اډو شتون که له یوې خوا د خپلواکي د روح خلاف دی، خو له بلې خوا زموږ د مسلمانې ټولنې لپاره نورې ناولتياوي هم زيږوي، چې د وخت په تېريدو به زموږ د سنتي اومتديني جامعې د اخلاقي بربادي سبب وګرځي.

له ژمن ویبپاڼې په مننې.

تبصرې (1)