په کندهار کي ۲۳ نوي امنیتي مسؤولین ټاکل شوي دي
نن ټکی آسیا: په کندهار کي د طالبانو له خوا د لوی محبس د ماتیدو وروسته چي قریب ۵۰۰ بندیان په کښي د یو تونل له لاري وتلي وه، د کندهار په یو شمېر امنیتي چوکیو باندي نوي مسولین وټاکل شوه، او زاړه ترې لیري کړه شوه.
دغه مراسم چي د یوې غونډي په ترڅ کي تر سره شول، په اړه يي چارواکو ویلي چي دا بدلونونه د ځینو افسرانو لپاره
د مکافات او د لیري کړه سوو افسرانو لپاره د یو قسم مجازات بڼه لري..
هغه امنیتي مسولین چي په خپلو دندو کي غیر معمولي کړني درلودلې، د هغو رتبه لوړه شوې او نوي دندي ورسپارل شوي دي.
د کندهار په دې تازه بدلونونو په ترڅ کي د کندهار ولایت پر ۲۱ چوکیو نوي مسؤولین وټاکل شول، چي ۱۳ یي د کندهار د شار په امنیتي حوزو کي د امرانو په توګه او دمیانشین، ډنډ، میوند او ارغسان د ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندان ونومول سول.