نظــر

موږ ته متعصبه ویل لویه تیروتنه ده !

لیکوال : رحمت الله حکیمي

رېښتیا هم چې له درد نه دردمند پیداکیږي ، وړمه ورځ مې له یو چاواوریدل چې پښتانه په تعصب کې بې ساري دي ما ویلې وه کاکا! ولې ؟

ده ویلې ټول پښتانه په خپلو شعرونو اولیکنوکې پښتنو ته مخاطب وي یوازې دوی ته ته شعر لیکي اودوی ستایي ، ورزیاته مې کړه سترګې دې جار شم که دستوني ددرد مریض ډاکټر ته ورشي وار له واره دستوني د درد دواورکوي نه دسترګو چکک ، په ټوله کې مسلمانان دیوه جسد حیثیت لري که یوه عضوه یې درد منه شي ټول بدن ترې دردیږي ، یعنې ټول بدن ترې نارامه وي په ځانګړي ډول افغانستان هم دیوه جسد حیثیت لري لري ، په دې جسد کې ډاکټر دسر په درد مریض ته بله دوایي نه ورکوي ؛ نو شعر اولیکنه هم ډېر ځله ددرد او احساس په ستنو ولاړه وي که یو کس داونه لري دشعر اولیکنې له څنګه هم نشي تیریدای اویاد عناصر که په شعر اولیکنه کې نه وي نه دشعر اولیکنې نوم ورکول لویه تیروتنه ده ، که فکر وکړو د افغانستان په جنوبي ولایتونوکې په جوماتونوباندې دبمبار په پایله کې سلګونه خلک وژل کیږي ، همدغه بمبار کوونکي خلک پنجشیر ته بې وسلې ننوزي نواوس شاعر کوم درد محسوس کړي ، دبلواګرو اواستعمارګرو هغه چړچې یې ډېر ځوروي چې دهغه سیمې خلک هم ورسره په یوه لاره ځي که دهغه یتیم ژړا چې دپلار ټوټې ټوټې بدن اودمور پړوني ته یې کوي ، هدف مو داد ی که چې هرڅوک درد مند وي شاعر یې ناره رااخلي نوموړي کس بیا راته وویل چې نه یوازې په درد کې ورته مخاطب وي ، دوی ټول دویاړنو ، کارنامو اوسرلوړیو ټیکه داران بولي په سړه سینه مې ورته وویل چې وه ګرانه ! که پښتانه نه وای افغانستان به نه ، په لوی افغانستان کې به مو ټول ارزښتونه تر پښو لاندې ؤ ، دټولو خلکو نومونه به ګوربچوب ، چنچوب ، لینکن اومیکن وو ، همداغیور قوم دی ، چې له برکته یې زما اوستا خویندې مهذبې اومحجوبې ګرځي ، خپل خور اوورور پېژني ، موږ دچا سره تصب نه لرو ، داسلام په رڼا کې دخپل قوم اوژبې برتري غواړو موږ خلکو ته متعصبه معلومیږو ، که مو فکر کړی وي ( که درې وروڼه موجود وي دیوه یو فکر وي ، د دوه نورو بل فکر خو دهغودووفکر دهغه ورورسره په ټکر کې وي طبیعي ده چې دادوه وروڼه هغه ورور ښه نه یادوي او دخودخواه نوم ورکوي که څه هم دنوموړي فکر د اسلام اوټولنیزو ارزښتونو په افاقي ستنو ولاړ وي ) که پورته دریو وروڼو ته پام وکړو کوم یو په کې دتعصب اور ته لمن وهي حقیقت دادی چې باید فکر په فکر وشي اوپه فکر راټول شو نه په دې چې زه پښتون یم ، ته تاجک ، زه هزاره یم ته پلانی ، هغه کسان چې دتعصب کلمه یې له خولې راوزي اصلا دتعصب دپاره یو ځانګړی تعریف نه لري اولیدلوری یې په بله دل موږ دیووالي زړي اسلامیت غیرت اوتقوا ګڼو، په دې ملک کې دیووالي دپاره یوه واحده ګړنلاره نه ده موجوده ، ځکه دخلکو دخولو نه دتعصب کلمې اوریدل کیږي ، یاد کس بیا خوله راجوړه کړه وویل په کابل کې یوه پښتون استاذ وویل ، چې دپښتو پرمختګ باید له دې ځایه شروع کړو چې ټیکسي واله ددې خبرې ( کجا میري ) په ځواب کې باید داسې ونه وایو تامکرویان ، باید ووایو ترمکرویانو .ورته ومې دااستاذ خو دټولو پښتنونماینده ګي نشي کولای هر سړی دخپل لیدلوري له مخې لار ویني ده بیا وویل پښتانه باید خپل ژبې ته علمي اوتحقیقي کاروکړي ما وویل اوس دې خبر جوړه کړه چمبه کړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله

حکیمی صیب! که حقیقت ووایو نو رښتیا هم چې ځینې پښتانه ډیر متعصبه دي او دا نور قومونه ډیر بد ورته ښکاري، زه خپله هم پښتون یم خو دا حقیقت دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x