شعـــــرونه

غزل – حمدالله حلمیار

شاعر: حمدالله حلمیار

ما د یاد په ځمکه کي، دردونه دفن کــــړي دي

مه څیړه! په زړه کی مي، غـمونه دفن کړي دي

زما د ګریوانه سراب ته مه ګوره په ټیټ نـظر

دلته مي د اوښکو، سیلابونه دفن کـــــړي دي

را شه پسرلیه! ته دنوي روح شپیلۍ پوکــــړه

اخ خزان په غیږ کی زیړ، ګلونه دفن کــړي دي

څوک مو له اسمانه په راکیټ او توغندو وژنـی

چا راته په لارو کي ، ماینـونه دفن کـــــړي دي

زه دهر زلمي قبر ته ژاړم او دا وایمــــــــه

چا په هدیره کي ارمانونه دفن کــــــړي دي؟

چا د مدرسـې و کنډوالې ته ګوتـــــــه ونیوه

دلته مو قــران او کتابونه دفـــــــــــن کړي

واخله حلمیاره! دا د عشـــــــق د خزانې کیلي

ما پکښی د اوښکو څــو لالونه دفن کړي دي

حمدالله حلمیار
۲۰۱۴/۱۱/۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x